حضرت شموييل ﵇
بني اسراييلو ته د شموييل ﵇ وروستۍ وينا
له دې وروسته شموييل ﵇ بني اسراييلو ته وفرمايل: ما ستاسې غوښتنه قبوله کړې، يو پاچا مې درته مقرر کړی دی. اوس دا پاچا ستاسې رهبر دی. ما د خپلې ځوانۍ له ورځو څخه تر نن پورې ستاسې رهبري وکړه، خو اوس زوړ او سپينږيری شوی يم. دا دي زما زامن ستاسې د دورې دي. تاسې د ﷲ ﷻ او د ﷲ ﷻ د انتخاب شوي پاچا پر وړاندې شاهدي ادا کړئ او راته وواياست چې آيا ما کله د چا غوايی او يا خر په زور اخيستی دی؟ آيا له چا سره مې دوکه کړې؟ آيا له چا سره مې ظلم کړی؟ آيا له چا څخه مې رشوت اخيستی چې بې انصافي وکړم؟ که داسې وي، راته وواياست. د خپلو کړو تاوان به درکړم.
خلکو په ځواب کې وويل: نه! تاسې له موږ سره داسې ظلم يا دوکه نه ده کړې او له چا څخه مو هېڅ رشوت هم نه دی اخيستی.
شموييل ﵇ وفرمايل: نن خدای ﷻ او د ﷲ ﷻ لخوا انتخاب شوی پاچا دواړه ستاسې په دې خبره شاهدان دي، چې زما لاسونه له دې کارونو څخه پاک دي!
خلکو وويل: همداسې ده!
بيا شموييل ﵇ وفرمايل: ﷲ تعالی و چې موسی او هارون ﵇ يې پر قوم رهبران کړل او ستاسې پلرونه او نيکونه يې له مصره راوايستل. اوس دلته کرار ودرېږئ، چې ستاسې خلاف عملونه درته بيان کړم او د ﷲ ﷻ هغه ښېګڼې درپه ياد کړم چې له تاسې او ستاسې له نيکونو سره يې کړي دي. کله چې د يعقوب ﵇ خاندان په مصر کې و، دوی ﷲ تعالی ته د مرستې نارې وکړې. نو ﷲ ﷻ موسی او هارون ﵇ ورولېږل چې له مصره يې راوباسي او په دې ځمکه کې يې استوګن کړي. خو له دې سره – سره بني اسراييلو خپل رب ﷲ ﷻ هېر کړ. نو ﷲ تعالی پر دوی باندې دښمنان برلاسي کړل، لکه د حاصور د لښکر مشر سيسرا، بيا فيليستينيان او بيا د موآب پاچا. په دې وخت کې بني اسراييلو ﷲ ﷻ ته نارې کړې: يا ﷲ! موږ پر خپله ګناه اقرار کوو! له تا څخه مو مخ اړولی دی او د بعل او عشتاروت د بتانو عبادت مو غوره کړی دی. اوس موږ ته د دښمنانو له لاسه نجات راکړه! بيا به يوازې ستا عبادت کوو!
نو ﷲ تعالی جدعون، باراق، يفتاح او شمشون هر يو په خپله – خپله زمانه کې مقرر کړل، تر څو ستاسې قوم ته له ګاونډيو دښمنانو څخه نجات ورکړي او بيا تاسې وکولای شول چې په سوله کې ژوند وکړئ. خو کله چې مو وليدل د عمونيانو پاچا ناحاش د حملې په موخه راروان دی، نو ما ته راغلاست او راته ومو ويل چې موږ يو پاچا غواړو چې حکومت راباندې وکړي. خو تاسې له وخته يو پاچا درلود او هغه پاچا ستاسې رب ﷲ ﷻ و. اوس طالوت ستاسې په غوښتنه پاچا شوی دی. دا ستاسې غوښتنه وه او ﷲ ﷻ قبوله کړه. اوس له ﷲ ﷻ څخه ووېرېږئ او عبادت يې وکړئ. له فرمانونو او احکامو څخه يې اطاعت وکړئ او سرغړونه مه ځينې کوئ. که تاسې او ستاسې پاچا دغسې له ﷲ ﷻ څخه فرمانبرداري وکړئ، نو سرلوړي به واوسئ. خو که مو د ﷲ تعالی له فرمانونو او احکامو څخه اطاعت ونه کړ او سرغړونه مو وکړه، نو د ﷲ ﷻ قهر به پر تاسې او ستاسې پر پاچا راوپارېږي.
اوس دلته ودرېږئ او وګورئ چې ﷲ ﷻ ستاسې په وړاندې څه معجزه راښکاره کوي. دا د غنمو د رېبلو وخت دی، خو زه به ﷲ ﷻ ته دعا وکړم، چې تالنده او باران رانازل کړي. د دې بې موسمه باران په ليدلو سره به وپوهېږئ، د پاچا د درلودلو خواهش چې تاسې وکړ، دا د ﷲ ﷻ په نظر څومره خراب او غلط کار و.
بيا يې ﷲ ﷻ ته دعا وکړه او خدای ﷻ تالنده او باران رانازل کړ، چې له امله يې ټول خلک له ﷲ تعالی او شموييل ﵇ څخه خورا ډېر ووېرېدل. نو شموييل ﵇ ته يې وويل: جنابه! موږ چې پاچا وغوښت، يوه شريره کړنه مو تر سره کړه او د خپلو ګناهونو شمېر ته مو يوه بله ګناه هم وراضافه کړه. اوس هيله کوو! زموږ لپاره خپل رب ﷲ ﷻ ته د رحمت دعا وکړه! که نه، ټول به مړه شو.
شموييل ﵇ دوی ته وفرمايل: تاسې مه وېرېږئ! ستاسې دا کار ډېر خراب و، خو اوس ﷲ تعالی ته شا مه ګرځوئ او د زړه له کومې يې عبادت وکړئ! په باطلو بتانو پسې مه ځئ. هغه بتان تاسې ته نه فايده رسولای شي او نه نجات درکولای شي. بيخي بې ګټې دي! د ﷲ تعالی رضا وه چې تاسې خپل منتخب قوم وټاکي. نو د خپل لوی نوم د ځلانده ساتلو لپاره به تاسې يوازې نه پرېږدي.
زه به خامخا ستاسې لپاره دعاګانې کوم او د سمې او مستقيمې لارې تعليم به درکوم. که دا کارونه ونه کړم، نو د خدای ﷻ په وړاندې به په ګناه مرتکب شم! نو له ﷲ ﷻ څخه ووېرېږئ او عبادت يې په صداقت سره د زړه له کومې وکړئ! ټولې هغه ښېګڼې درپه ياد کړئ چې ﷲ تعالی مو په حق کې کړې دي. خو که له خپلو ناروا اعمالو څخه لاس وانه خلئ، نو تاسې او ستاسې پاچا به تباه او برباد شي.