حضرت شموييل ﵇

شموييل  د خدای  په حضور کې د بني اسراييلو شفاعت کوي

د عهد صندوق شل کاله د يعاريم په کلي کې پاتې شو. په دغه موده کې بني اسراييل ډېر په وير او ماتم کې وو، ځکه دوی په دې فکر کې وو، چې ﷲ ﷻ موږ پرې ايښي يو.

دې حالت ته په کتو سره شموييل ﵇ بني اسراييلو ته وفرمايل: که تاسې د زړه له کومې غواړئ، ﷲ ﷻ ته بېرته رجوع وکړئ، نو د پرديو خدايانو عبادت پرېږدئ او له خپل منځ څخه د عشتاروت بتان لرې کړئ! خپل زړونه د ﷲ ﷻ خوا ته مايل کړئ او يوازې د خدای ﷻ عبادت وکړئ! بيا به خدای ﷻ تاسې ته د فيليستينيانو له لاسه نجات درکړي.

بني اسراييلو هم د بعل او عشتاروت بتان له خپل منځ څخه لرې کړل او يوازې د ﷲ تعالی عبادت يې پيل کړ.

بيا شموييل ﵇ وفرمايل: ټول بني اسراييل په مِصفه ښار کې راغونډ کړئ! هلته به زه د ﷲ ﷻ په دربار کې ستاسې لپاره د شفاعت دعا وکړم.

بني اسراييل هم په مِصفه کې د شموييل ﵇ تر رهبرۍ لاندې راټول شول. اوبه يې راوکښلې او د ﷲ ﷻ د رضا لپاره يې د څښلو پر ځای پر ځمکه تويې کړې. روژه يې هم ونيوله او اعتراف يې وکړ، چې موږ د ﷲ ﷻ په وړاندې ګناهکاران يو.

فيليستينيانو ته خبر ورسېد، چې بني اسراييل په مِصفه کې راټول شوي دي. نو مشرانو يې خپل لښکر ته امر وکړ، چې د مِصفه پر خوا ورشي. کله چې بني اسراييل د فيليستينيانو له حرکت څخه خبر شول، ډېر سخت ووېرېدل. نو يې شموييل ﵇ ته زارۍ وکړې: ښاغليه! ﷲ تعالی ته دعا وکړئ تر څو موږ ته د فيليستينيانو له لاسه نجات راکړي!

شموييل ﵇ يو تی رودونکی وری حلال کړ او غوښه يې ﷲ ﷻ ته وسوځوله. بيا ﷲ ﷻ ته په دعا شو او د بني اسراييلو لپاره يې مرسته وغوښتله. خدای ﷻ د شموييل ﵇ دعا قبوله کړه.

شموييل ﵇ لا پر دغه قربانۍ بوخت و، چې د فيليستينيانو لښکر د جنګ لپاره راورسېد. په همدې وخت کې د ﷲ ﷻ په امر په آسمان کې د تالندې په څېر يو دروند غږ وشو، چې له امله يې فيليستينيان وارخطا شول او د بني اسراييلو له خوا يې ماتې وخوړه. د جنګ له ميدانه وتښتېدل او بني اسراييلو له مِصفه څخه تر بيت کار نامي ځای پورې تعقيب کړل او پر لاره يې ډېر ترې ووژل.

شموييل ﵇ د يادګار لپاره د مِصفه او شِن د ښارونو په منځ کې يوه غټه ډبره ځای پر ځای کړه. پر دغه ډبره يې د «ابن عزر» نوم کېښود، چې معنی يې «د مرستې ډبره» ده. ويې فرمايل: تر اوسه پورې ﷲ ﷻ زموږ مرسته کړې ده!

شموييل ﵇ د ژوند تر پايه پورې پر بني اسراييلو باندې رهبري کوله. کال په کال به يې د بيت ايل، جلجال او مِصفه په ښارونو کې پر بني اسراييلو فيصلې کولې. بيا به خپل ښار راما ته راستون شو او هلته به يې هم پر بني اسراييلو پرېکړې کولې. په راما کې يې د ﷲ تعالی لپاره د قربانۍ د وړاندې کېدو يو ځای هم جوړ کړ.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست