حضرت شموييل ﵇
د عهد صندوق له کبله خدای ﷻ پر فيليستينيانو آفت راولي
وروسته له دې چې د عهد صندوق د فيليستينيانو لاس ته ورغی، له ابن عزر څخه يې اشدود ښار ته انتقال کړ. د خپل خدای داجون معبد ته يې راووړ او د داجون بت څنګ ته يې کېښود. خو په بل سهار چې کله د اشدود اوسېدونکي معبد ته وردننه شول، ګوري چې د صندوق په مخ کې د داجون بت پړمخې پروت دی. نو يې بت بېرته راپورته کړ او په خپل ځای کې يې ودراوه. په بل سهار چې راغلل، بيا يې وليدل چې د داجون بت له خپل ځايه لوېدلی او د صندوق په وړاندې پړمخې پروت دی، خو دا ځل د بت سر او لاسونه له تنه پرې شوي دي او د معبد د دروازې پر دورشل پراته دي. يوازې د بت تنه روغه پاتې ده. بيا ﷲ ﷻ د اشدود او د شاوخوا سيمو اوسېدونکي په درانه عذاب اخته کړل، چې پر بدنونو يې دانې راوختلې. د دې پېښو په ليدو سره د اشدود اوسېدونکو يو بل ته وويل: دا دروند آفت د بني اسراييلو د خدای له خوا دی، چې موږ او زموږ خدای داجون ته سزا راکوي. نو د عهد صندوق بايد زموږ له منځه لرې شي!
د همدې لپاره يې فيليستيني مشران راټول کړل او مشوره يې ورسره وکړه، چې له دې صندوق سره څه کول په کار دي؟
هغوی ورته وويل، چې جات ښار ته دې يووړل شي.
نو د عهد صندوق يې د جات ښار ته يووړ. کله چې يې د عهد صندوق جات ښار ته ورساوه، ﷲ ﷻ پر دغه ښار باندې هم عذاب رانازل کړ او ټول اوسېدونکي يې زاړه او واړه په درانه آفت اخته کړل. پر بدنونو يې دانې راوختلې، نو ټول خلک خورا ډېر وارخطا شول. دوی د عهد صندوق عقرون ښار ته ورولېږه، خو د عقرون اوسېدونکو ناره کړه: د عهد صندوق يې دلته راوړی دی تر څو موږ هم ووژل شو!
نو فيليستينيانو بيا مشران راټول کړل او زارۍ يې ورته وکړې چې هيله کوو! دغه د بني اسراييلو صندوق بېرته خپل اصلي ځای ته ورولېږئ، تر څو موږ او زموږ کورنۍ له مرګ څخه نجات پيدا کړو!
خلکو ځکه په ډېر زور سره زارۍ کولې، چې په هغه ښار کې هم ﷲ ﷻ عذاب رانازل کړی و او خلک يې په هغه وژونکي آفت اخته کړي وو. ټول اوسېدونکي له مرګ څخه په وېره کې وو. کوم خلک چې نه وو مړه شوي، پر بدن يې دانې راختلې وې. نو د آسمان پر خوا به يې خپلو خدايانو ته د مرستې نارې وهلې.