حضرت شموييل ﵇

له الهي اصولو څخه د امام عيلي د زامنو سرغړونه

د امام عيلي زامن حُفني او فينحاس ډېر بدکاران وو او د خدای ﷻ د احکامو په وړاندې يې بې پروايي کوله. په قربانۍ کې به يې شرعي احکام نه پلي کول. په هغه وخت کې داسې دود و چې کله به کوم چا قرباني وړاندې کوله، د حُفني او فينحاس يو نوکر به ورته راته او په لاس کې به يې يوه ښاخۍ وه. په داسې حال کې چې د قرباني شوي حيوان غوښې به لا په ايشېدلو اوبو کې وې، نوکر به ښاخۍ په دېګ کې دننه کړه. بيا چې به يې هر څومره غوښې راپورته کړې، دغه غوښې به د حُفني او فينحاس برخې شوې. هر څوک چې به شيلوه ته د قربانۍ لپاره راغلل، نو حُفني او فينحاس به همدغسې چلند ورسره کاوه. پر دې سربېره، مخکې له دې چې څوک د قرباني شوي حيوان وازده وسوځوي، د حُفني او فينحاس يو نوکر به راغی او هغه کس ته به يې وويل: ما ته خامه غوښه راکړه چې امام صاحب يې کباب کړي. هغه له تا څخه ايشېدلې غوښه نه قبلوي. بايد اومه وي!

که به هغه کس په ځواب کې وويل: هرڅومره غوښه چې غواړې، وايې خله، خو لومړی يې بايد ﷲ ﷻ ته وازده وسوځول شي.

نوکر به ويل: نه! ما ته يې اوس راکړه. که نه، په زور به يې درڅخه واخلم!

نو د ﷲ ﷻ په نظر کې د حُفني او فينحاس ګناه ډېره لويه وه، ځکه چې د قربانۍ د الهي قوانينو بې احترامي يې کوله.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست