حضرت شموييل ﵇

شموييل د خیمة ﷲ خدمت پيلوي

له دې وروسته القانه له خپلې کورنۍ سره بېرته خپل ښار راما ته ستون شو، مګر کوچنی شموييل ﵇ يې په شيلوه کې پرېښود، تر څو هلته له امام عيلي سره د خدای ﷻ خدمت پيل کړي. کوچني شموييل ﵇ په خېمة ﷲ کې د خدای ﷻ خدمت کاوه او د امامت ځانګړی لباس به يې اغوست.

هر کال چې به د شموييل ﵇ مور او پلار شيلوه ته د قربانۍ لپاره راتلل، مور به يې يوه نوې چپنه ګنډلې وه او خپل زوی ته به يې راوړه. امام عيلي به ورته دعا وکړه او وبه يې ويل: تاسې دا هلک خدای ﷻ ته نذرانه کړی دی، نو خدای ﷻ دې يې په بدل کې نور اولادونه درکړي! تر دې وروسته به دوی خپل کور ته ولاړل.

ﷲ ﷻ هم پر حنې پېرزوينه وکړه. درې زامن او دوې لوڼې يې نور ورکړل. شموييل ﵇ په خېمة ﷲ کې د خدای ﷻ په حضور کې رالويېد.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست