حضرت يوشع بن نون 

د يوشع  له وفات وروسته د بني اسراييلو ګمراه کېدل

د يوشع ﵇ او د هغه د دورې د خلکو تر وفات وروسته، د بني اسراييلو نوی نسل د ﷲ ﷻ په وړاندې بې پروا و او هغه ټول ستر – ستر کارونه يې هېر کړل، چې ﷲ ﷻ د بني اسراييلو لپاره تر سره کړي وو. د خپلو پلرونو او نيکونو له رب ﷲ ﷻ څخه يې مخ واړاوه، هغه رب چې دوی يې له مصره راايستلي وو. دوی خبيث او ناوړه کارونه پيل کړل او د شاوخوا نورو قومونو د خدايانو په عبادت يې لاس پورې کړ. د بعل او عشتاروت د بتانو سجده او عبادت يې غوره کړ. ﷲ ﷻ چې د بني اسراييلو بې وفايي وليدله، ډېر سخت ورته په قهر شو. نو دوی يې د دښمنانو په اختيار کې ورکړل. دښمنانو يې مالونه لوټ کړل او په جګړه کې دوی د دښمنانو په مقابل کې مقاومت نه شو کولای. هر ځل چې به بني اسراييل د جنګ لپاره راووتل، ﷲ ﷻ به يې پر خلاف و، لکه څرنګه چې مخکې يې ورته قسم کړی و او خبرداری يې ورکړی و چې دغسې کار به درسره کوم. نو ځکه بني اسراييل په ډېر بد حالت کې وو.

د دښمنانو د ظلمونو له لاسه به يې نارې او فريادونه کول. د دې حال په ليدو سره به ﷲ ﷻ پرې ورحمېد او د خلکو د لارښوونې لپاره به يې سالاران راپورته کول، تر څو قوم له دښمنانو څخه وژغوري. د دغو سالارانو له جملې څخه مشهور يې جدعون، باراق، يفتاح او شمشون وو. کله چې به ﷲ ﷻ يو سالار تعيين کړ، د هغه د ژوند تر پايه به ورسره مل او ملګری و او د سالار په وسيله به يې قوم له دښمنانو څخه ژغوره. خو کله چې به سالار مړ شو، خلکو به بيا له ﷲ ﷻ څخه مخ واړاوه او تر مخکينيو نسلونو به زيات په فساد او ګناه کې ښکېل شول. د نورو خدايانو عبادت به يې پيل کړ او په هېڅ قيمت به يې له خپلو ناوړه کارونو څخه لاس نه اخيست.

لنډه دا چې پر بني اسراييلو باندې دغسې سالاران مقررېدل او پر ټول قوم باندې داسې يو پاچا نه و، چې مطلق واک دې پرې ولري. د يوشع ﵇ له وفات وروسته دغسې حالاتو له درې سوه پنځوس کلونو څخه زيات وخت دوام پيدا کړ. په دې وخت کې به چې د هر چا هر څه زړه غوښتل هماغسې به يې کول.

<< مخکې |  وروسته >> 

 فهرست