حضرت يوشع بن نون 

بني اسراييل وعده کړل شوې ځمکه تر ولکې لاندې راولي

له دې وروسته د يوشع ﵇ په مشرۍ بني اسراييلو د کنعان له اوسېدونکو سره جګړه پيل کړه. د دوی له دښمنانو څخه يو هم دا طاقت نه درلود چې په مقابل کې يې ودرېږي، ځکه چې ﷲ ﷻ بني اسراييل ورباندې برلاسي او کاميابه کول. ورو – ورو ټوله هغه ځمکه، چې د ورکولو وعده يې ﷲ ﷻ د بني اسراييلو له پلرونو او نيکونو سره کړې وه د دوی په ولکه کې راتله. په پای کې يې ټوله ځمکه تر واک لاندې شوه او پکې مېشت شول. ﷲ ﷻ له خپلې وعدې سره سم له هرې خوا دوی ته آرامتيا او سکون ورپه برخه کړ او د ښو هغه ټولې وعدې، چې له دوی سره يې کړې وې ورپوره يې کړې.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست