حضرت يوشع بن نون ﵇
خدای ﷻ حضرت يوشع ﵇ ته امر کوي، چې بني اسراييل وعده کړل شوې ځمکې ته بوزي
دا د حضرت موسی ﵇ د ځای ناستي يوشع بن نون ﵇ کيسه ده. د موسی ﵇ تر وفات وروسته ﷲ تعالی د اُردن سيند په ختيځ خوا کې يوشع ﵇ ته وفرمايل: زما خدمتګار موسی له دې دنيا څخه رحلت کړی دی. اوس ته د بني اسراييلو رهبري وکړه او د اُردن تر سينده يې پورې باسه، تر څو هغې ځمکې ته داخل شي چې ما يې د ورکولو وعده کړې ده. زړور اوسه او له لوړ همت څخه کار واخله! پام کوه ټول هغه شرعي احکام چې زما خدمتګار موسی تر تا پورې رسولي دي، پر ځان عملي کړې. له دې سمې لارې څخه يوه طرف ته هم مه اوړه! نو بيا به په هر کار کې بريالی واوسې. تل دا د شريعت کتاب تلاوتوه. شپه او ورځ فکر او غور ورباندې کوه، تر څو په احکامو يې ښه پوه شې او عملي يې کړای شې. بيا به دې ژوند نېکمرغه وي او په هر کار کې به کامياب واوسې. زه ستا رب ﷲ يو ځل بيا حکم درکوم چې زړور او همتناکه اوسه! مه وېرېږه او اميد له لاسه مه ورکوه، ځکه هر چېرې چې ځې، زه به له تا سره مل او ملګری يم!