حضرت موسی ﵇
د موسی ﵇ وفات
له دې وروسته موسی ﵇ د موآب له دښتې څخه د نِبو په غرونو کې د فِسجې څوکې ته تشريف يووړ، چې د اُردن سيند دې خوا ته پرته وه او د سيند پورې غاړه مخامخ د اريحا ښار و. له هغه ځايه ﷲ تعالی ده ﵇ ته وعده کړل شوې ځمکه وروښودله، يعنې له جلعاد سيمې څخه تر شمالي ښار دان پورې، د نَفتالي د ټبر مربوطې ځمکې، د افرايم او مناشِه په ټبرونو پورې مربوطې ځمکې او د يهودا په ټبر پورې مربوطې ځمکې، چې غربي خوا ته تر مديترانې سمندرګي پورې پرتې وې، همدارنګه جنوبي سيمه او د اريحا د درې تر صوغر کلي پورې يې هم وروښودله. ﷲ تعالی وفرمايل: دا هغه ځمکه ده چې ما يې له ابراهيم، اسحاق او يعقوب سره قسم کړی و، چې زه به يې ستاسې نسل ته درکړم. تا ته مې دا اجازه درکړه، چې په خپلو سترګو يې وګورې، مګر پکې داخلېدلای نه شې.
نو لکه څنګه چې ﷲ ﷻ ورته فرمايلي وو، د ﷲ ﷻ خدمتګار موسی ﵇ د موآب په ځمکه کې له دې دنيا څخه سترګې پټې کړې او د ﷲ ﷻ په حکم بيت فِعور ته مخامخ په يوه دره کې خاورو ته وسپارل شو. له ﷲ ﷻ څخه پرته نور هېڅ چا ته تر ننه پورې دا نه ده معلومه، چې د هغه ﵇ مبارک قبر چېرې دی. د رحلت په وخت کې يې عمر يو سلو شل کاله و، خو هغه ﵇ په جسماني لحاظ کمزوری نه و او نه يې د سترګو ديد کم شوی و. بني اسراييلو د موآب په دښته کې تر دېرشو ورځو پورې د هغه ﵇ د مرګ لپاره ماتم وکړ. تر وفات د مخه موسی ﵇ پر يوشع بن نون ﵇ باندې خپل لاسونه اېښي وو، چې له برکته يې هغه ﵇ د موسی ﵇ په شان د عقل او بصيرت خاوند شو. بني اسراييلو له يوشع ﵇ څخه اطاعت کاوه او پر هغو احکامو باندې به يې عمل کاوه، چې ﷲ ﷻ دوی ته د موسی ﵇ په وسيله رالېږلي وو.