حضرت موسی ﵇
له سينا بيابان څخه د بني اسراييلو تګ
د همدغه کال د دويمې مياشتې په شلم تاريخ د خېمة ﷲ له سر څخه ورېځ پورته شوه. نو په هغه ورځ بني اسراييلو د سينا له صحرا څخه حرکت وکړ. تلل – تلل، تر څو ورېځ د فاران په صحرا کې ودرېده او دوی هلته واړول. له تګ څخه مخکې موسی ﵇ خپل اوښي حوباب بن يترون ته چې له مَديَن څخه و، وويل: موږ هغې ځمکې ته روان يو، د کومې چې ﷲ ﷻ له موږ سره وعده کړی، چې زه يې تاسې ته درکوم. نو ته هم له موږ سره ولاړ شه. موږ به ښه درسره وکړو. ﷲ ﷻ له بني اسراييلو سره د ښو وعدې کړې دي.
هغه ځواب ورکړ: نه، زه نه ځم. زه خپل وطن او خپلو خلکو ته بېرته ورځم.
موسی ﵇ وفرمايل: هيله کوم، موږ مه پرېږده او مه ځه، ځکه ته د دښتې په اړه پوهېږې، چې موږ بايد په کوم ځای کې خېمې ولګوو. ته به مو سترګې يې. که له موږ سره ولاړ شې، نو کوم ښه چې ﷲ ﷻ راسره کوي، هماغسې به موږ له تا سره ښه وکړو.
خلک له سينا غره څخه روان شول او درې ورځې يې سفر وکړ. د عهد صندوق يې د قافلې په مخکې روان کړی و او هر ځای چې به د صندوق د ايښودلو امر ورته وشو، نو دوی به همالته کېښود. د سفر په وخت کې به د ﷲ ﷻ له خوا رالېږل شوې ورېځ د دوی پر سرو ورسره تله.