حضرت موسی

د موسی  نصيحت او وړاندوينې

بيا ﷲ ﷻ موسی ﵇ ته حکم وکړ: ولاړ شه! سفر ته ادامه ورکړه. خلکو ته لارښوونه وکړه، تر څو دوی هغه ځمکه په خپله ولکه کې راولي، چې ما يې پلرونو او نيکونو ته د ورکولو قسم کړی و.

له دې وروسته موسی ﵇ بني اسراييلو ته دا نصيحتونه وکړل: تاسې چې هغې ځمکې ته ورسېدئ، چې ستاسې رب ﷲ ﷻ يې درکوي، نو پام مو وي، چې د مېشتو قومونو په څېر په کرکجنو کارونو ځانونه اخته نه کړئ. کوم قومونه چې تاسې به يې له هغې ځمکې څخه شړئ، دوی له کوډګرانو او فالبينانو څخه مشوره غواړي، خو ستاسې رب داسې کارونه درباندې منع کړي دي. خدای ﷻ به زما په څېر ستاسې له خپل قوم څخه يو نبي راولېږي. تاسې بايد د هغه اطاعت وکړئ! دا پيغمبر به د هغې غوښتنې په ځواب کې راولېږل شي، چې تاسې د سينا د غره په لمن کې له خپل رب ﷲ ﷻ څخه کړې وه. تاسې په خپله دا ويلي وو: موږ دې د خدای ﷻ آواز بيا وانه ورو او نه دې موږ دغه ډاروونکی اور بيا په سترګو ووينو! که نه، نو مړه به شو.

بيا ﷲ ﷻ راته وفرمايل: د دوی خبره پر ځای ده. زه به ستا په څېر ستاسې له قوم څخه يو نبي راولېږم. د هغه نبي په خوله کې به خپل پيغام واچوم او هغه به ټولې هغه خبرې خلکو ته ورسوي، چې ما ورته فرمايلې دي. که چېرې چا د دغه نبي هغه پيغام ته غاړه کېنښودله، چې ياد نبي زما له اړخه ويلی دی، نو له هغه کس سره به پخپله حساب وکړم. خو که کوم چا د نبوت دعوه وکړه او زما په نامه يې هغه څه وويل چې ما نه دي ويلي او يا که کوم چا د کوم بل معبود په نامه پيغام راووړ، نو سزا يې مرګ ده! تاسې ته شايد دا پوښتنه پيدا شي، چې موږ څنګه وپوهېږو، چې د کوم چا ويل شوی پيغام د ﷲ ﷻ لخوا دی او که نه؟ که هغه د ﷲ ﷻ په نامه پېشګويي وکړه، نو وګورئ چې خبرې يې رښتيا خېژي او که نه. که غلطې وختې، نو پوه شئ، چې د هغه پيغام زما له اړخه نه دی، بلکې له ځانه يې وايي. له هغه څخه مه وېرېږئ!

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست