حضرت موسی ﵇
د موسی او هارون ﵇ له خوا د بني اسراييلو سرشمېرنه
له مصر څخه د هجرت په دويم کال، د دويمې مياشتې په لومړۍ نېټه، په داسې حال کې چې بني اسراييل د سينا په بيابان کې وو، ﷲ ﷻ له موسی ﵇ سره په خېمة ﷲ کې همکلامه شو او ورته ويې فرمايل: ته او هارون د ټبرونو او کورنيو په ترتيب سره د بني اسراييلو سرشمېرنه وکړئ. د ټولو هغو نارينه وو نومونه ثبت کړئ، چې عمرونه يې له شلو کلونو پورته وي او د جنګ کولو وړتيا ولري. د دغه هدف لپاره به له هر ټبر څخه يو – يو مشر د استازي په توګه درسره مرسته وکړي.
موسی او هارون ﵇ هم هماغه ټاکلي قومي مشران له ځان سره همکاران کړل او ټول بني اسراييل يې راغونډ کړل. د ټبر او کورنۍ په حساب يې د هغو نارينه وو نومونه، چې عمرونه يې له شلو کلونو څخه پورته وو، يو – يو ثبت او درج کړل.