حضرت موسی

د عهد صندوق د جوړولو په اړه د خدای  فرمان

د اکاسي له لرګي څخه يو صندوق جوړ کړه، چې اوږدوالی يې پينځه لوېشتې، بر يې درې لوېشتې او جګوالی يې هم درې لوېشتې وي. د صندوق منځ او بيرون په خالصو سرو زرو باندې وپوښه او څنډو ته يې د سرو زرو پيڅه ورکړه. همدارنګه له سرو زرو څخه څلور حلقې ورته جوړې کړه او د صندوق له پايو سره يې ومښلوه، دوې حلقې په يوه خوا کې او هغه دوې نورې په بله خوا کې. د صندوق د وړلو لپاره د اکاسي له لرګي څخه دوه بازوګان جوړ کړه. په سرو زرو يې وپوښه او بيا يې په هغو حلقو کې تېر کړه چې د صندوق په دواړو خواوو کې دي. بازوګان بايد د تل لپاره په همدې حلقو کې پاتې شي او هېڅ کله ترې ونه ايستل شي. کله چې صندوق جوړ شي، د عهد او تړون هغه دوې ډبرينې تختې پکې کېږده.

له دې وروسته د صندوق لپاره له خالصو سرو زرو څخه يو سرپوښ جوړ کړه، چې اوږدوالی يې پينځه لوېشتې او بر يې درې لوېشتې وي. له سرو زرو څخه دوه د ساتونکو ملايکو شکلونه جوړ کړه او د سرپوښ په دوو سرونو کې يې نصب کړه. يوه يې په يوه سر کې او دويمه يې په بل سر کې ونښلوه، تر څو د سرو زرو دا ټول شيان سره يو شي. دغه دوې ملايکې يو بل ته مخامخ جوړې کړه، چې يو بل ته يې سرونه ښکته کړي وي. د دوی وزرونه داسې راوله، چې سيوری يې پر ټول صندوق باندې پرېوزي. د عهد او تړون هغه ډبرينې تختې په صندوق کې کېږده او د صندوق سرپوښ بند کړه. دا د عهد صندوق دی او زه به په دغه سرپوښ باندې د دغو ملايکو له منځه له تا سره همکلامه اوسم او د بني اسراييلو د لارښوونې لپاره به حکمونه درکوم.

د دې لپاره چې د عهد صندوق په خلوت کې خوندي وساتل شي، له سم اوبدل شوي کتان څخه يوه پرده جوړه کړه او يو ماهر ګلدوز مقرر کړه چې په شنو، جيګري او سرو تارونو باندې د ساتونکو ملايکو په شکل پرې تصويرونه جوړ کړي. له دې وروسته د پردې د نصب لپاره د اکاسي له لرګي څخه څلور پايې جوړې کړه او په سرو زرو يې وپوښه. د دغو څلورو پايو بېخونه له سپينو زرو جوړ کړه. پرده داسې د سرو زرو په چنګکونو کې وځړوه، چې شا ته يې د سپېڅلو سپېڅلې خونه شي. د عهد صندوق د سپېڅلو په سپېڅلې خونه کې ځای پر ځای کړه. د پردې مخې ته به سپېڅلې خونه وي.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست