حضرت موسی ﵇

خدای  د خپل عهد د وفادارۍ اظهار کوي

بيا ﷲ تعالی موسی ﵇ ته امر وکړ او ورته ويې فرمايل: د هغو لومړنيو تختو په شان چې تا ماتې کړې وې، دوې نوې ډبرينې تختې وتوږه، تر څو زه پرې هماغه شرعي احکام وليکم چې پر لومړنيو تختو باندې مې ليکلي وو. ځان آماده کړه، چې سبا سهار به د سينا غره ته خېژې او زما په حضور کې به ځان حاضروې. پام دې وي چې پرته له تا چا ته اجازه نشته چې درسره راشي. په غره کې بايد څوک ونه ليدل شي، حتی د غره په شاوخوا کې پسونو، غوايانو او نورو څارويو ته د څرېدلو اجازه نشته.

موسی ﵇ هم د ﷲ ﷻ امر پر ځای کړ. د لومړنيو تختو په شان يې دوې نوې ډبرينې تختې وتوږلې، سهار وختي يې په لاسونو کې واخيستې او سينا غره ته وخوت. دی ﵇ د غره پر څوکه ولاړ و. د غره پر سر باندې ﷲ ﷻ د ورېځې په منځ کې د خپل ذات تجلا ښکاره کړه. دا تجلا د موسی ﵇ تر څنګ ودرېده او ده ﵇ ته يې د ﷲ ﷻ نوم بيان کړ.

دغه الهي تجلا د موسی ﵇ له مخې تېره شوه او ورته ويې فرمايل: زه ﷲ يم! زه ﷲ يم! رحمان او رحيم خدای يم! په قهر کې صبر کوونکی يم. په خپل قول کې ښېګڼه او وفا کوونکی يم! د خپل عهد او تړون پر اساس له زرهاوو نسلونو سره ښېګڼه کوم. ګناهونه، سرغړونې او خطاوې يې بخښم، خو ګناه بې سزا نه پرېږدم. د چا د ګناه سزا د هغه زامنو او لمسيانو ته، حتی تر درېيم او يا څلورم پښته ورکوم.

د دې په اورېدو سره موسی ﵇ ژر ﷲ ﷻ ته په سجده شو او ويې ويل: يا ربه! که ستا پر ما د پېرزوينې نظر وي، نو زارۍ درته کوم، چې په دې سفر کې مو د خپل ذات د جلال له ملګرتيا څخه مه بې برخې کوه. زه منم چې دا خلک ډېر سرزوري دي، خو ته زموږ خطاوې راوبخښه او دغه قوم د خپل منتخب قوم په توګه قبول کړه.

ﷲ ﷻ ورته وفرمايل: سمه ده، موسی! زه له تا سره د ټولو خلکو په وړاندې عهد او تړون تړم، چې داسې معجزې به تر سره کړم چې د ځمکې په تاريخ او کوم بل قوم کې هېڅکله نه وي تر سره شوي. ستاسې په شاوخوا کې ټول قومونه به زما هغه قدرتمند او حيرانوونکي کارونه وويني، چې زه به يې ستاسې لپاره تر سره کړم!

<< مخکې |  وروسته >> 

 فهرست