حضرت موسی

خدای  موسی ته د ډبرو دوې تختې ورکوي، چې خپله يې د عهد احکام پرې حک کړي وو

له دې وروسته ﷲ تعالی موسی ﵇ ته وفرمايل: ای موسی، په غره کې زما حضور ته راپورته شه! هلته اوسه او زه به تا ته هغه ډبرينې تختې درکړم، چې ما پرې د خلکو د لارښوونې لپاره شرعي احکام کښلي وي.

موسی ﵇ هم آماده شو تر څو د الهي ملاقات لپاره غره ته پورته شي. د ده ﵇ مرستندوی يوشع بن نون ﵇ هم ورسره ولاړ. له تګ څخه مخکې موسی ﵇ د بني اسراييلو مشرانو ته وفرمايل: تر هغې چې موږ بېرته راځو، تاسې دلته زموږ په انتظار کې اوسئ. که زموږ په نشتون کې تاسې ته کوم جنجال پېښ شو، نو د حل او فيصلې لپاره هارون ﵇ او حور ته ورشئ.

غر په ورېځ کې پټ و. کله چې موسی ﵇ د غره په لوري حرکت وکړ، الهي تجلا د سينا پر غره رانازله شوه. بني اسراييلو ته داسې ښکارېده لکه د غره پر سر چې اور بل وي. ورېځ شپږ ورځې د غره پر سر ولاړه وه او په اوومه ورځ ﷲ ﷻ د ورېځې له منځه موسی ﵇ ځان ته وروغوښت. موسی ﵇ هم وروخوت او په ورېځ کې پټ شو. هغه ﵇ څلوېښت شپې او ورځې هلته پاتې شو.

کله چې ﷲ ﷻ د سينا په غره کې له موسی ﵇ سره خبرې خلاصې کړې، نو هغه ﵇ ته يې دوې ډبرينې تختې ورکړې، چې پر هغو باندې يې په خپله د عهد او تړون احکام ليکلي وو.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست