حضرت موسی ﵇
خدای ﷻ موسی ﵇ ته د عهد شرايط او لس احکام ورکوي
بيا ﷲ ﷻ بني اسراييلو ته دغه احکام ورکړل:
زه مو رب ﷲ يم، چې تاسې مې له مصر څخه راايستلي ياست، چېرې چې غلامان واست.
له ما پرته به بل معبود نه نيسئ.
د ځان لپاره د آسماني، ځمکني او يا سمندريز مخلوق په شکل هېڅ بت مه جوړوئ! مه ورته سجده کوئ او مه يې عبادت کوئ، ځکه زه ﷲ ستاسې رب يم! زه دا نه شم زغملای چې څوک له ما سره شريک ونيسئ! څوک چې له ما څخه مخ واړوي، د هغه تر درېيم او څلورم پښته سزا ورکوم، خو څوک چې له ما سره مينه او وفاداري وکړي او زما احکام پر ځای کړي، له هغو سره تر زر پښته ښېګڼه کوم.
زما نوم په سپکه مه استعمالوئ. که څوک زما نوم په غلطه توګه استعمال کړي، زه يې بې سزا نه پرېږدم.
د اونۍ اوومه ورځ د عبادت د ورځې په توګه تل سپېڅلې ورځ ساتئ! په اونۍ کې شپږ ورځې لرئ، چې خپل دنيوي کارونه تر سره کړئ، خو اوومه ورځ د آرام او عبادت ورځ ده، چې تاسې يې بايد ما ته ځانګړې کړئ. په هغه ورځ تاسې دنيوي کارونه مه کوئ. په کورنيو کې مو بايد هېڅوک کار ونه کړي، نه ستاسې زامن، لوڼې، نوکران، نوکرانې، نه ستاسې څاروي او نه کوم پردي خلک چې ستاسې په منځ کې اوسي. دا ځکه چې په شپږو ورځو کې ما آسمانونه، ځمکه، سمندر او په هغو کې ټول موجود مخلوقات پيدا کړل، خو په اوومه ورځ مې د خلقت له کارونو څخه فراغت اختيار کړ. په دې خاطر مې د عبادت ورځ مبارکه او پاکه ګرځولې ده.
د مور او پلار احترام کوئ. بيا به په هغه ځمکه کې چې زه يې تاسې ته درکوونکی يم، اوږد او د خير ژوند ولرئ.
قتل مه کوئ.
زنا مه کوئ.
غلا مه کوئ.
د هېچا پر خلاف د درواغو شاهدي مه ورکوئ.
د هېچا مال او دارايۍ ته په وږو سترګو مه ګورئ. نه يې ښځې ته، نه يې نارينه يا ښځينه نوکرانو ته، نه يې غوايي ته، نه يې خره ته. لنډه دا چې هېڅ شي ته يې په وږو سترګو مه ګورئ.
له بلې خوا تالندې او برښناوې کېدلې. د مږ د ښکر تېز غږ اورېدل کېده او له غره څخه دودونه پورته کېدل. د دې صحنې په ليدو سره خلک له وېرې په رېږدېدو شول او له غره څخه شا ته شول. موسی ﵇ ته يې وويل: ته د خدای ﷻ فرمان موږ ته واوروه او موږ به غوږ ورته کېږدو، خو خدای ﷻ دې له موږ سره مستقيمې خبرې نه کوي، که نه، نو مړه به شو.
موسی ﵇ وفرمايل: تاسې مه وېرېږئ! الهي تجلا د ازموينې لپاره درته څرګنده شوې ده، تر څو چې د خدای ﷻ وېره مو په زړونو کې پيدا شي او تاسې نور له ګناهونو څخه لاس واخلئ.
بيا په داسې حال کې چې خلک شا ته دريدلي وو، موسی ﵇ تورې ورېځې ته ورنږدې شو، تر څو هلته له خدای ﷻ سره همکلامه شي.
ﷲ ﷻ موسی ﵇ ته وفرمايل: ای موسی! بني اسراييلو ته ووايه: تاسې پخپله وليدل، چې زه څنګه له تاسې سره له آسمانه وغږېدم. تاسې له سپينو او يا سرو زرو څخه ځان ته بتان مه جوړوئ، تر څو مو شرک نه وي کړی! تاسې له خاورو څخه د قربانيو د وړاندې کولو ځای جوړ کړئ. پر هغه ځای به زما په نامه خپلې سوځېدلې قربانۍ او د سولې نذرانې، مالونه او څاروي وړاندې کوئ. هر چېرې چې تاسې د قربانۍ داسې ځای جوړوئ، زه به هلته حاضر يم او پر تاسې به خپل برکتونه وروم.