حضرت موسی ﵇
له ډبرې څخه د اوبو د راوتلو معجزه
بيا بني اسراييلو د سين له بيابان څخه حرکت وکړ او د ﷲ ﷻ په لارښوونه به له يوه ځای څخه بل ځای ته کوچېدل. په دې لړ کې دوی په رفيديم نومي ځای کې واړول، مګر هلته د څښلو اوبه نه وې. نو خلکو موسی ﵇ ته بيا شکايت وکړ او ويې ويل: موږ ته د څښلو اوبه راکړئ.
موسی ﵇ وفرمايل: تاسې ولې ما ته شکايت کوئ؟ ولې ﷲ ﷻ په امتحان کې راولئ؟
خو خلک ډېر تږي وو، نو موسی ﵇ ته يې لا شکايت وکړ او ويې ويل: ولې دې له مصره راوايستلو؟ آيا د دې لپاره دې دلته راوستو، چې موږ، زموږ اهل او بچيان او زموږ څاروي له تندې مړه شي.
بيا موسی ﵇ ﷲ ﷻ ته ناره کړه: يا خدايه! له دې خلکو سره څه وکړم؟ د دوی غصه تر دې حده رسېدلې، چې نږدې ده ما په ډبرو وولي.
ﷲ تعالی موسی ﵇ ته وفرمايل: هغه لکړه په لاس کې واخله چې د نيل سيند دې پرې وهلی و او له څو تنو قومي مشرانو سره د خلکو مخې ته ولاړ شه. د حوريب له ډبرې سره به زما حضور درته منتظر وي. ډبره په لکړه ووهه، چې اوبه ترې راوبهېږي او خلک يې وڅښي.
موسی ﵇ هم د قومي مشرانو په وړاندې الهي امر پر ځای کړ او ډبره يې په لکړه ووهله، چې په دې سره بني اسراييلو ته اوبه پيدا شوې. موسی ﵇ پر دغه ځای باندې دوه نومونه کېښودل. لومړی نوم يې (مسا) و، چې معنی يې (امتحان) دی، ځکه چې بني اسراييلو ﷲ ﷻ په امتحان کې راوستی و او ويلي يې وو: آيا ﷲ ﷻ له موږ سره شته او که نه؟ دويم نوم يې (مريبا) و، چې معنی يې (شکايت) دی، ځکه خلکو موسی ﵇ ته شکايت کړی و.