حضرت موسی ﵇
له آسمان څخه د منّ او مړزانو رانازلېدل
له ايليم څخه بني اسراييلو حرکت وکړ او د سين د بيابان پر خوا روان شول، چې د ايليم او سينا غره په منځ کې پروت و. دوی تلل – تلل تر څو له مصر څخه تر وتو يوه مياشت وروسته دغه بيابان ته ورسېدل. دا ورځ د دويمې مياشتې پنځلسمه ورځ وه. هلته بيا بني اسراييلو موسی او هارون ﵇ ته شکايت وکړ او ويې ويل: کاشکې خدای موږ همالته په مصر کې وژلي وای. هلته زموږ دېګونه له غوښو ډک وو او په ماړه نس به مو ډوډۍ خوړله. خو تاسې موږ دې بيابان ته راوستي يو، تر څو پکې له لوږې څخه مړه شو.
په دې وخت کې ﷲ ﷻ موسی ﵇ ته وفرمايل: اوس به تاسې ټولو ته له آسمانه خواړه ووروم. هره ورځ به له تاسې څخه هر يو شخص دباندې ځي او څومره خواړه يې چې د هماغې ورځې لپاره په کار وي، ټولوي به يې. په دې ډول زه دوی امتحانوم، چې زما له حکمونو څخه اطاعت کوي او که نه. د اونۍ په شپږمه ورځ دې هر کس دوه چنده خواړه ټول او پاخه کړي.
موسی او هارون ﵇ خلکو ته وفرمايل: همدا نن ماښام به مو په دې يقين وشي، چې تاسې له مصره ﷲ ﷻ راايستلي ياست. سبا سهار به د ﷲ تعالی شان او قدرت ووينئ، ځکه چې خدای ﷻ مو شکايت اورېدلی دی. خو دا شکايت زموږ دواړو پر خلاف نه و، بلکې د ﷲ ﷻ پر خلاف و! موږ څوک يو، چې تاسې مو پر خلاف خبرې وکړئ؟
بيا موسی ﵇ زياته کړه: نن ماښام به ﷲ تعالی تاسې ته له آسمانه غوښه رانازله کړي او سهار به ډوډۍ رانازله کړي، ځکه چې خدای ﷻ ستاسې شکايت اورېدلی دی. يو ځل بيا وايم چې موږ دواړه څوک يو، چې تاسې زموږ پر خلاف خبرې وکړئ؟ ستاسې شکايت زموږ پر خلاف نه، بلکې د ﷲ تعالی پر خلاف و.
بيا موسی ﵇ هارون ﵇ ته وفرمايل: ټولو بني اسراييلو ته ووايه، چې ځان د ﷲ ﷻ په حضور کې حاضر کړي، ځکه چې خدای ﷻ يې شکايت اورېدلی دی.
کله چې هارون ﵇ خلکو ته دغه خبره ورسوله، نو دوی مخونه د بيابان خوا ته واړول او په ورېځ کې يې د ﷲ تعالی شان او قدرت وليد.
بيا ﷲ ﷻ موسی ﵇ ته وفرمايل: ما د بني اسراييلو شکايتونه اورېدلي دي. اوس ورته ووايه چې هر ماښام به تاسې غوښه خورئ او هر سهار به په ډوډۍ مړېږئ. بيا به تاسې پوه شئ، چې زه ستاسې رب ﷲ يم!
په هغه ماښام ډېر مړزان راغلل او د خېمو شاوخوا ځمکه ترې فرش شوه. بيا په سهار کې پر ځمکه پرخه پرته وه. کله چې هغه پرخه وچه شوه، نو ځمکه په داسې نريو ټوټو پټه وه، لکه د يخ نرۍ ټوټې. د دې په ليدو سره بني اسراييلو يو بل ته وويل: دا څه شی دی؟ ځکه چې دوی دا شی مخکې نه و ليدلی.
موسی ﵇ دوی ته وفرمايل: دا هغه خواړه دي، چې ﷲ ﷻ تاسې ته د خوړلو لپاره درکړي دي. الهي امر دی چې هره کورنۍ دې د خپل ورځني ضرورت په اندازه ورڅخه ټول کړي، يعنې د خېمې د هر غړي لپاره نږدې يو چارک.
بني اسراييلو هم هماغسې وکړل. چا ډېر ټول کړل او چا کم. خو کله چې يې اندازه کړل، هر چا د ضرورت په اندازه کافي خواړه درلودل. چا چې ډېر خواړه ټول کړي وو، اضافه توکي ورته پاتې نه شول او چا چې لږ ټول کړي وو، د هغو لپاره يې کفايت کاوه. ټولو د خپل ضرورت په اندازه ټول کړي وو.
بيا موسی ﵇ خلکو ته وفرمايل: له دې خوړو څخه به لږ هم تر سبا پورې نه ساتئ! خو ځينو کسانو د موسی ﵇ خبرې ته غوږ ونه نيو او يو څه خواړه يې تر سبا پورې وساتل. د دې په نتيجه کې خواړه وراسته شول. چينجي يې وکړل او ډېر بد بوی ځينې پورته کېده. د دې نافرمانۍ له امله موسی ﵇ دوی ته ډېر په غصه شو. بني اسراييلو پر دغو خوړو باندې د «منّ» نوم کېښود، چې معنی يې ده «دا څه شی دی؟». شکل يې د دڼيا د تخم په څېر و، په رنګ سپين او د شاتو غوندې خواږه وو. بيا موسی ﵇ خلکو ته وفرمايل، ﷲ تعالی فرمايلي دي: له دغه منّ څخه تقريباً يو چارک په يوه لوښي کې وساتئ، تر څو د راتلونکو نسلونو لپاره د يادګار په توګه پاتې شي. د دې منّ په ليدو به دوی ته ورپه ياد شي، چې ما تاسې له مصره تر ايستلو وروسته څنګه په بيابان کې په خوړو ماړه کړي واست.
موسی ﵇ هارون ﵇ ته وفرمايل: يو لوښی واخله او يو چارک منّ پکې واچاوه. بيا يې د ﷲ ﷻ په وړاندې کېږده، چې د راتلونکو نسلونو لپاره پاتې شي.
هارون ﵇ هم هماغسې الهي امر پر ځای کړ، لکه څنګه چې موسی ﵇ ورته فرمايلي وو.