حضرت موسی

د تورې تيارې عذاب

له دې وروسته ﷲ ﷻ موسی ﵇ ته وفرمايل: ای موسی! خپل لاس د آسمان خوا ته پورته کړه، تر څو په ټول مصر کې داسې توره تياره خپره شي چې خلک پکې ډوب شي.

موسی ﵇ هم لاس د آسمان خوا ته پورته کړ او د ﷲ ﷻ په قدرت سره په ټول مصر کې توره تياره خپره شوه. دغې درنې تيارې درې ورځې دوام وکړ، چې په دغه جريان کې مصريانو يو بل نه شوای ليدلای او له کورونو څخه نه شوای وتلای، خو د بني اسراييلو په استوګنځايونو کې د معمول په څېر رڼا وه.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست