حضرت موسی

د مردارو دانو عذاب

بيا ﷲ ﷻ موسی او هارون ﵇ ته وفرمايل: د خښتو له بټۍ څخه په خپلو موټو کې ايرې واخلئ. بيا فرعون ته ورشئ او موسی به دغه ايرې د هغه په وړاندې د آسمان پر طرف وپاشي. دغه ايرې به د دوړو په شکل په ټول مصر کې خپرې شي، چې د خلکو او حيواناتو پر پوستکو به مردارې دانې پيدا کړي.

موسی او هارون ﵇ هم ايرې په موټو کې واخيستې او د فرعون په حضور کې يې د آسمان خوا ته وپاشلې. په نتيجه کې يې پر انسانانو او حيواناتو مردارې دانې راوختلې. جادوګران د نورو ټولو مصريانو په څېر د دانو په عذاب اخته شول. نو په دې خاطر دوی د موسی ﵇ مقابلې ته نه شول درېدلای. خو ﷲ ﷻ د فرعون په زړه کې سختي واچوله او لکه څرنګه چې ﷲ ﷻ فرمايلي وو، فرعون بيا هم د موسی او هارون ﵇ خبرو ته غوږ ونه نيو.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست