حضرت موسی

د سپږو عذاب

بيا ﷲ ﷻ موسی ﵇ ته وفرمايل: هارون ته ووايه چې لکړه دې پورته کړه او د ځمکې خاورې پرې ووهه تر څو په ټول مصر کې خاورې په سپږو بدلې شي.

موسی او هارون ﵇ هم الهي امر پر ځای کړ. هارون ﵇ لاس پورته کړ او ځمکه يې په لکړه ووهله. له دې سره خاورې په سپږو بدلې شوې او پر خلکو او حيواناتو يې بريد پيل کړ. د مصر جادوګرانو هم کوښښ وکړ، چې د خپل جادو په مټ سپږې رامنځ ته کړي، خو دا ځل ناکامه شول. دغه د سپږو بلا د هر مصري او د هغوی د هر حيوان پر سر ولاړه وه.

جادوګرانو فرعون ته وويل: په دې کې حتماً د خدای قدرتمند لاس دی!

خو د فرعون زړه هماغه شان سخت پاتې شو او لکه څنګه چې ﷲ ﷻ فرمايلي وو، د موسی او هارون ﵇ خبرو ته يې غوږ ونه نيو.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست