حضرت موسی ﵇
په وينو د اوبو د بدلېدو عذاب
بيا ﷲ ﷻ موسی ﵇ ته وفرمايل: د فرعون زړه سخت شوی دی او له دې څخه يې انکار کړی دی، چې بني اسراييلو ته د تلو اجازه ورکړي. کله چې سبا فرعون د نيل سيند ته راووت، ته هغه لکړه درسره واخله، چې مار ځينې جوړ شوی و. ورشه او د هغه د ليدو په موخه د سيند پر غاړې ودرېږه. ورته ووايه چې زه د بني اسراييلو رب ﷲ ﷻ له دې پيغام سره رالېږلی يم، چې فرمايي: زما منتخب قوم پرېږده چې بيابان ته ولاړ شي، تر څو هلته زما عبادت وکړي. تا تر اوسه پورې د ﷲ ﷻ له امر څخه سرکښي کړې ده. ﷲ ﷻ فرمايلي دي چې اوس به زه دروښيم چې قادر ﷲ يم!
دا زما په لاس کې لکړه وګوره. زه به د سيند اوبه پرې ووهم او اوبه به په وينو بدلې شي. کوم ماهيان چې پکې وي، ټول به مړه شي. د سيند اوبه به بدبويه شي او ستاسې مصريانو لپاره به د څښلو وړ نه وي.
له دې وروسته ﷲ ﷻ موسی ﵇ ته وفرمايل: ای موسی! هارون ته ووايه چې خپله لکړه په لاس کې واخلي او د مصر د سيندونو، ويالو، ډنډونو او حوضونو پر طرف يې ورونيسي، تر څو اوبه په وينو بدلې شي. بيا به د مصر اوبه په داسې اندازه په وينو بدلې شي، چې حتی هغه اوبه چې په لرګينو او ډبرينو لوښو کې وي، هغه به هم په وينو واوړي.
موسی ﵇ او هارون ﵇ هم د ﷲ ﷻ امر پر ځای کړ. د فرعون او درباريانو په وړاندې هارون ﵇ لکړه راپورته کړه او د سيند اوبه يې پرې ووهلې. سمدستي اوبه په وينو بدلې شوې. د سيند ماهيان ټول مړه شول، اوبه ډېرې بدبويه شوې او د مصريانو لپاره نورې د څښلو وړ نه وې. په ټول مصر کې اوبه په وينو باندې بدلې شوې وې، مګر د مصر جادوګرانو هم د خپل سحر او جادو په زور وکړای شول، چې اوبه په وينو بدلې کړي. نو د فرعون زړه هماغه شان سخت پاتې شو او لکه څنګه چې ﷲ ﷻ فرمايلي وو، د موسی ﵇ او د هارون ﵇ خبرو ته يې غوږ ونه ونيو.
له دې وروسته فرعون بېرته قصر ته ولاړ او دا پېښې يې له پامه وغورځولې. څرنګه چې په مصر کې د څښلو اوبه نه پيدا کېدې، مصريانو د سيند په شاوخوا کې په ځمکې کيندلو پيل وکړ، تر څو پاکې اوبه پيدا کړي. دې بلا او مصيبت تر اوو ورځو دوام وکړ.