حضرت موسی ﵇
فرعون ته د موسی او هارون ﵇ ورتګ
له دې وروسته موسی ﵇ او هارون ﵇ فرعون ته ورغلل او ورته يې وفرمايل: پاچا صاحب! د بني اسراييلو د رب ﷲ ﷻ دا پيغام واوره چې فرمايي: زما منتخب قوم پرېږده چې بيابان ته ولاړ شي، تر څو هلته زما له حکم سره سم اختر ولمانځي.
فرعون وويل: ﷲ څوک دی چې زه يې خبره ومنم او بني اسراييلو ته د تلو اجازه ورکړم؟ زه نه ﷲ پېژنم او نه بني اسراييل پرېږدم چې ولاړ شي!
موسی او هارون ﵇ وفرمايل: موږ د بني اسراييلو د خدای ﷻ په ديدار مشرف شوي يو. نو زموږ قوم ته اجازه راکړه، چې د درېيو ورځو لپاره بيابان ته ولاړ شو، تر څو خپل رب ﷲ ﷻ ته قربانۍ وکړو. که موږ دا عبادت پر ځای نه کړو، نو خدای ﷻ به موږ په وژونکې ناروغۍ باندې اخته کړي او يا به مو د يرغلګرو په وسيله له منځه يوسي.
فرعون په قهر وويل: ای موسی او هارونه! ولې مو خلک له کاره راګرځولي دي؟ په مصر کې ډېر بني اسراييل اوسېږي او ستاسې خبرو د دوی پام له خپلو کارونو څخه اړولی دی. نو ولاړ شئ او ټول بني اسراييل پرېږدئ چې کار وکړي.
نو په هماغه ورځ فرعون هغو ناظرانو او څارونکو ته، چې پر بني اسراييلو باندې مقرر شوي وو، امر وکړ: له دې وروسته به بني اسراييلو ته د خښتو وهلو لپاره پروړې نه برابروئ! دوی دې پخپله پروړې پيدا کړي! خو له دوی څخه به هره ورځ د پخوا په شان خښتې غواړئ. د خښتو ورځنی شمېر بايد د يوې خښتې په اندازه هم کم نه شي. دوی ډېر لټ او ټمبل خلک دي، ځکه خو يې عذر او زارۍ راته وکړې چې موږ ته اجازه راکړه، چې ولاړ شو او خپل خدای ته قربانۍ وکړو. تاسې پر دوی درانه کارونه نور هم زيات کړئ چې بيا د درواغو خبرو ته غوږ ونه نيسي.
ناظران او څارونکي هم بني اسراييلو ته ورغلل او ورته يې وويل: تاسې د فرعون حکم واورئ چې فرمايي: نور زه تاسې ته د خښتو وهلو لپاره پروړې نه برابروم. تاسې ولاړ شئ او پروړې پخپله، له هر ځايه چې وي، ځان ته پيدا کړئ، خو د پخوا په شان به په هماغه شمېر خښتې درڅخه غواړم.
بني اسراييل په ټول مصر کې په پروړو پسې وګرځېدل. څارونکو پر دوی ډېر فشارونه راوړل او مجبورول يې چې هره ورځ په هماغه شمېر خښتې ووهي، څومره چې يې پخوا له پروړو سره وهلې. کوم بني اسراييل چې د کار کوونکو د ډلو مشران ټاکل شوي وو، مصري څارونکو به دوی وهل او ويل به يې چې ولې د پخوا په نسبت د خښتو شمېر کم شوی دی؟
د کار کوونکو د ډلو مشران فرعون ته ورغلل او په عذر او زاريو يې ورته عرض وکړ: پاچا صاحب! تاسې له خپلو مزدورانو سره ولې داسې چلند کوئ؟ موږ ته پروړې نه راکول کېږي، خو بيا هم څارونکي راته وايي چې خښتې جوړې کړئ. دوی موږ وهي او ټکوي مو، حال دا چې په دې کار کې موږ نه، بلکې ستاسې خلک ملامت دي!
فرعون په قهر وويل: تاسې لټ او تمبل ياست! نو ځکه مو راته وويل: موږ ته اجازه راکړه چې ولاړ شو او ﷲ ته قربانۍ وکړو. اوس ځئ! خپلو کارونو ته ولاړ شئ! تاسې ته به پروړې نه درکول کېږي، خو هره ورځ به د پخوا په اندازه خښتې درڅخه غواړم. مشرانو چې د فرعون دا خبره واورېده، نو پوه شول چې موږ په يوه غټ مصيبت اخته شوي يو. کله چې دوی د فرعون له درباره ووتل، نو له موسی ﵇ او هارون ﵇ سره مخامخ شول چې دوی ته منتظر وو. مشرانو وويل: ﷲ ﷻ دې تاسې ته د خپلو کړنو سزا درکړي، چې موږ مو د فرعون او درباريانو په سترګو کې د کرکې وړ ګرځولي يو او زموږ د وژلو بهانه مو په لاس ورکړې ده!
د دې خبرو په اورېدو سره موسی ﵇ ﷲ ﷻ ته عرض وکړ: يا زما ربه! بني اسراييل دې ولې په عذاب اخته کړي دي؟ بيا دې نو زه د څه لپاره رالېږلی يم؟ له کوم وخت څخه چې ما ستا پيغام فرعون ته رسولی دی، نو بني اسراييل يې لا نور هم کړولي او ځورولي دي او تا د دوی د نجات لپاره هېڅ هم نه دي کړي.