حضرت موسی

د موسی د رسالت پيل

يوه ورځ موسی ﵇ د خپل خسر يترون رمې پوولې. رمې يې په دښته کې ډېرې لرې بوتلې، تر څو چې د سينا غره ته ورسېد. (وروسته دا غر «د الهي ديدار غر» په نامه مشهور شو.) دلته د ﷲ ﷻ حضور په داسې بڼه موسی ﵇ ته راښکاره شو، چې له يوه بوټي څخه د اور لمبې بلې وې. کله چې موسی ﵇ وروکتل، ګوري چې په بوټي کې اور بل دی، خو بوټی تازه پاتې دی او نه سوځي. له ځان سره يې وويل چې دا بوټی ولې نه سوځي؟ راځه چې ورشم او وبه يې ګورم.

ﷲ ﷻ موسی ﵇ وليد، چې بوټي ته ورنږدې کېږي. نو يې د بوټي له منځه پرې غږ وکړ: موسی! ای موسی!

موسی ﵇ وويل: زه حاضر يم.

ﷲ ﷻ ورته وفرمايل: نور مه رانږدې کېږه او خپلې څپلۍ دې وباسه، ځکه پر کومه ځمکه چې ته ولاړ يې، مقدسه او پاکه ده. زه ستا د نيکونو ابراهيم، اسحاق او يعقوب خدای يم.

د دې په اورېدلو سره موسی ﵇ خپل مخ پټ کړ، ځکه له دې څخه وېرېد، چې د خدای ﷻ د ذات تجلا وويني.

بيا ﷲ ﷻ وفرمايل: ما د خپل ټاکلي قوم بني اسراييلو حال ليدلی دی، چې په مصر کې له ډېرو سختو ظلمونو او کړاوونو سره مخ دي او د دوی د مرستې نارې مې اورېدلې دي، چې د مصري څارونکو له لاسه يې راته کړې دي. هو! د بني اسراييلو په مظلوم او کړېدلي حالت خبر يم. ما خپل حضور د دې لپاره پر ځمکه ښکاره کړی دی، تر څو بني اسراييل د مصريانو له منګولو څخه خلاص کړم. هغوی به له مصر څخه وباسم او يوې پراخې او له نعمتونو ډکې ځمکې ته به يې بوزم، چې شيدې او شات پکې پرېمانه دي. دا هغه ځمکه ده چې اوس کنعاني، هيتي، اَموري، پَرزي، خِوي او يبوسي قومونه پکې مېشت دي. د بني اسراييلو د مرستې فرياد زما تر درباره رارسېدلی دی او د مصريانو هغه ظلمونه چې له دوی سره يې کوي، ما ليدلي دي. ای موسی! مصر ته روان شه. زه دې هلته فرعون ته لېږم، تر څو زما منتخب قوم بني اسراييل له مصره وباسې.

موسی ﵇ عرض وکړ: يا ﷲ! زه څه حيثيت لرم چې فرعون ته ورشم او بني اسراييل له مصره راوباسم؟

خدای ﷻ وفرمايل: زه به له تا سره مل او ملګری يم او دا چې ته مې په دې کار پسې لېږلی يې، نښه او ثبوت به يې دا وي: کله چې تا بني اسراييل له مصر څخه وايستل، تاسې به دلته په همدې غره کې زما عبادت وکړئ.

موسی ﵇ عرض وکړ: يا الهي! که زه بني اسراييلو ته ورشم او ورته ووايم چې زه ستاسې د نيکونو خدای ﷻ درته رالېږلی يم، نو دوی به پوښتنه راڅخه وکړي، چې د هغه خدای نوم څه شی دی؟ زه په ځواب کې څه ورته ووايم؟

ﷲ ﷻ وفرمايل: ای موسی! زه يم هغه ذات چې تل يم! نو بني اسراييلو ته ووايه چې قايم او دايم ذات ﷲ زه رالېږلی يم، چې زموږ او ستاسې د نيکونو ابراهيم، اسحاق او يعقوب خدای دی. دا زما تلپاتې نوم دی چې خلک به يې نسل په نسل په ياد کې ساتي.

اوس ولاړ شه او د بني اسراييلو مشران سره راټول کړه. ورته ووايه چې زموږ او ستاسې د نيکونو ابراهيم، اسحاق او يعقوب ﵇ رب ﷲ ﷻ زه په خپل ديدار مشرف کړی يم او راته فرمايلي يې دي: ما ستاسې حال ليدلی دی چې د مصريانو له لاسه څومره کړېږئ. اوس وعده درسره کوم چې تاسې به د مصريانو له ظلمونو څخه خلاصوم او د کنعانيانو، هيتيانو، اَموريانو، پَرزيانو، خِويانو او يبوسيانو ځمکې ته به مو بيايم، چېرې چې شيدې او شات پرېمانه دي.

ای موسی! د بني اسراييلو مشران به ستا خبره ومني او له هغوی سره به د مصر پاچا ته ورشې او ورته وبه وايې: زموږ رب ﷲ ﷻ له موږ سره ملاقات کړی دی. نو اوس موږ ته اجازه راکړئ چې د درېيو ورځو سفر وکړو، تر څو په بيابان کې خپل رب ﷲ ﷻ ته قربانۍ وکړو. خو زه پوهېږم چې د مصر پاچا به د تلو اجازه درنه کړي، تر څو چې د زورور لاس ګزار ونه خوري. نو زه به د خپل قدرت په لاس مصريان ووهم او د دوی په منځ کې به ډول – ډول معجزې ښکاره کړم او په نتيجه کې به پاچا تاسې ته د تلو اجازه درکړي. د تګ په وخت کې به زه مصريان پر تاسې مهربانه کړم تر څو له مصره تش لاس ونه وزئ. بني اسراييلي ښځې به له خپلو ګاونډيو مصري ښځو او له نورو هغو پرديو ښځو څخه چې په کورونو کې يې وي، د سرو او سپينو زېورات او قيمتي کالي وغواړي او خپلو زامنو او لوڼو ته به يې ورواغوندي او په دې ډول به تاسې مصريان له خپلې شتمنۍ څخه بې برخې کړئ.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست