حضرت موسی ﵇
مَديَن ته د موسی ﵇ هجرت
ډېر کلونه تېر شول. موسی ﵇ غټ شو. يوه ورځ د خپلو قوميانو د ليدو په هيله له قصره دباندې ووت. په خپلو سترګو يې وليدل چې بني اسراييل د اجباري کارونو تر پېټي لاندې دي. په دې جريان کې ګوري چې د خپل قوم يو سړی يې، د يوه مصري له لاسه وهل خوري. موسی ﵇ چې شاوخوا وکتل او څوک يې تر سترګو نه شول، نو پر مصري يې وار وکړ او مړ يې کړ. بيا يې مړی تر رېګو لاندې پټ کړ.
د هغې ورځې په سبا موسی ﵇ بيا له قصره ووت. دا وار يې وليدل چې دوه تنه بني اسراييل په خپلو کې سره په جنګ اخته دي. نو موسی ﵇ ملامت سړي ته وفرمايل: ته ولې خپل ورور وهې؟
هغه په قهر سره وويل: ته چا پر موږ حاکم او قاضي مقرر کړی يې؟ آيا غواړې چې نن ما ووژنې، لکه پرون چې دې هغه مصری وواژه؟
موسی ﵇ چې دغه خبره واورېدله، نو په وېره کې شو، ځکه پوه شو چې اوس د قتل خبره رسوا شوې ده.
دا خبر ډېر ژر تر فرعون پورې هم ورسېد، نو هغه د موسی ﵇ د وژلو اراده وکړه.
موسی ﵇ له مصره د مَديَن ځمکې ته هجرت وکړ، تر څو ځان د فرعون له شره وساتي. کله چې هلته ورسېد، نو د يوې څاه تر څنګ کېناست.
په مَديَن کې د يترون په نامه يو مذهبي مشر اوسېد، چې اووه لوڼې يې درلودې. په دغه وخت کې د هغه اووه واړه لوڼې څاه ته راغلې، تر څو د خپل پلار رمې اوبه کړي. بيا يو څو شپانه راغلل او دغه نجونې يې له څاه څخه وشړلې. موسی ﵇ يو ناڅاپه له ځايه راپاڅېد او نجونې يې د شپنو له شره وژغورلې او د دوی د رمو لپاره يې له څاه څخه اوبه راوايستلې.
نجونې بېرته خپل پلار ته ورغلې. پلار يې ترې پوښتنه وکړه: لوڼو! نن ولې دومره ژر راغلاست؟
دوی وويل: پلار جانه! يوه مصري سړي موږ د شپنو له شره خلاصې کړو او بيا يې له څاه څخه اوبه راوايستلې او رمې يې هم راته پرې اوبه کړې.
پلار يې وويل: دا سړی اوس چېرې دی؟ هغه مو ولې يوازې پرېښود. ورشئ او ډوډۍ ته يې راوبولئ.
لنډه دا چې موسی ﵇ د يترون کور ته راغی او هلته ورسره استوګن شو. يترون خپله لور صفورا ده ﵇ ته په نکاح کړه. له صفورا څخه د موسی ﵇ يو زوی پيدا شو او نوم يې ګرشوم پرې کېښود، چې معنی يې ده «زه په پردي ملک کې مسافر يم».
کلونه تېر شول. د مصر پاچا مړ شو، خو لا بني اسراييلو د غلامۍ تر پېټي لاندې نارې او فريادونه کول او د مرستې نارې يې الهي دربار ته ورسېدې. خدای ﷻ يې نارې واورېدلې او هغه عهد او تړون يې بيا په نظر کې ونيو چې له ابراهيم، اسحاق او يعقوب ﵇ سره يې کړی و. د بني اسراييلو د دغه خوار حالت په ليدلو سره يې اراده وکړه چې له دوی سره مرسته وکړي.