حضرت موسی

د موسی مبارک پيدايښت

د بني اسراييلو يوه سړي له يوې نجلۍ سره واده وکړ او دوی دواړه د لاوي له ټبره وو. د پاچا د امر په وخت کې دا ښځه حامله شوه او يو زوی يې وزېږاوه. ماشوم د ښځې خوښ شو، نو له مصريانو څخه به يې پټ پاله. ماشوم چې درې مياشتنی شو، نور ښځې ته د ماشوم پټول ستونزمن شول. نو له وښو جوړه شوې يوه ټوکرۍ يې راواخيسته او په قير يې وپوښله، چې اوبه تېرې نه کړي. بيا يې پکې خپل کوچنی زوی کېښود او د نيل سيند غاړې ته يې يووړ او د لوخو په منځ کې يې د اوبو پر سر خوشې کړ. د ماشوم مشره خور لېرې درېدلې وه او ورپسې کتل يې چې څه ورپېښېږي.

په دې وخت کې د فرعون لور له خپلو وينځو سره د ځان مينځلو لپاره سيند ته راغله. وينځې يې د سيند په غاړه ګرځېدلې. ناڅاپه د فرعون د لور سترګې پر ټوکرۍ ولګېدې، نو يوې وينځې ته يې وويل: هغه ټوکرۍ ما ته راوړه. د فرعون لور د ټوکرۍ سر خلاص کړ. ګوري چې په ټوکرۍ کې يو کوچنی هلک دی او ژاړي. د فرعون د لور زړه پرې وسوځېد او وينځو ته يې وويل: دا ماشوم له بني اسراييلو څخه دی.

په دې وخت کې د ماشوم خور رامخ ته شوه او د فرعون لور ته يې وويل: آيا ستاسې خوښه ده چې زه کومه بني اسراييلۍ ښځه درته راولم چې ماشوم ته تی ورکړي؟

د فرعون لور وويل: خوښه مې ده. ورشه.

د ماشوم خور هم کور ته ولاړه او خپله مور يې د فرعون لور ته راوستله. هغې د ماشوم مور ته وويل: ته دغه ماشوم خپل کور ته يوسه او زما لپاره تی ورکړه. د دې کار په بدل کې به مزدوري درکړم.

نو دې خپل زوی کور ته بوت او تی يې ورکاوه. کله چې ماشوم لږ غټ شو او له تي بېل شو، نو بېرته يې د فرعون لور ته ورووړ. د فرعون لور دغه ماشوم خپل زوی وګاڼه او د موسی نوم يې پرې کېښود، چې د نوم معنی يې ده: «له اوبو څخه مې راوايست».

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست