حضرت يوسف ﵇
د يوسف ﵇ وفات
يوسف ﵇، د هغه وروڼه او د هغوی اهل او عيال په مصر کې اوسېدل. يوسف ﵇ يو سل او لس کاله عمر وکړ. د خپل زوی افرايم لمسيان او همدارنګه يې د خپل بل زوی مناشِه لمسيان هم وليدل، چې خپل اولادونه يې وګڼل. (هغوی د ماخير زامن او مناشِه لمسيان وو.)
د يوسف ﵇ د مرګ وخت چې رانږدې شو، خپل وروڼه يې ځان ته راوغوښتل او ورته ويې فرمايل: نور مې ژوند کم پاتې دی. په دې کې شک نشته چې ﷲ ﷻ به يوه ورځ پر تاسې د مرستې نظر وکړي او بني اسراييل به له دې ځايه هغې ځمکې ته بوزي چې د ورکړې وعده يې زموږ له پلرونو ابراهيم، اسحاق او يعقوب ﵇ سره کړې وه.
بيا يوسف ﵇ دوی ته قسم ورکړ: کله چې خدای ﷻ تاسې زموږ پلرني ټاټوبي ته بېولئ، نو زما جسد به هم درسره وړئ او په کنعان کې به مې له خپلو پلرونو سره دفن کوئ.
يوسف ﵇ په يو سل او لس کلنۍ کې وفات شو. مصريانو يې مبارک جسد موميايي کړ او په مصر کې يې په يوه تابوت کې کېښود.