حضرت يوسف

يعقوب خپلو زامنو ته وصيت او دعا کوي

څه وخت وروسته يوسف ﵇ ته احوال راغی، چې پلار دې ناروغ دی. يوسف ﵇ خپل دوه زامن مناشِه او افرايم له ځان سره روان کړل او هغه ﵇ ته ورغلل. کله چې يعقوب ﵇ د خپل زوی يوسف ﵇ له راتلو خبر شو، نو په خپل ټول قوت سره په خپل ځای کې کېناست. يوسف ﵇ ته يې وفرمايل: زويه! د کنعان په لوز سيمه کې خدای تعالی ما ته خپل ديدار راپه برخه کړ. په خپل برکت يې ونازولم او راته ويې فرمايل: زه به ستا نسل ډېر کړم او د اولادې له کورنيو څخه به دې ډېر قومونه جوړ کړم. دغه ځمکه چې ته پکې اوسېږې، د تل لپاره به يې ستا د نسل ملکيت وګرځوم. ګوره، زويه! زما د ژوند لږ وخت پاتې دی. زه مرم، مګر ﷲ ﷻ به ستاسې مل او ملګری وي. يوه ورځ به بني اسراييل بېرته د خپل پلار نيکه خاورې ته بوزي.

له دې وروسته يعقوب ﵇ خپل ټول زامن راوغوښتل او ورته يې وفرمايل: ای زما بچيانو! ټول ما ته رانږدې شئ او زما خبرو ته غوږ شئ، چې په راتلونکي وخت کې به څه درپېښېږي.

بيا يې خپل هر يوه زوی ته جلا – جلا وصيت او خبرې وکړې. د يهودا وار چې راورسېد، نو يعقوب ﵇ ورته وفرمايل:

ای يهودا! ستا وروڼه به ستا ستاينه کوي
پر دښمنانو به برلاسی وې
وروڼه به دې تا ته د تعظيم سر ټيټ کړي

يهودا د يوه ځوان زمري په څېر دی
چې خپل ښکار يې تازه خوړلی وي او ويده شوی وي
څوک به دومره زړه ور وي چې هغه زمری راويښ کړي؟

پاچاهي به هېڅکله د يهودا له لاسه ولاړه نه شي
تخت او تاج به يې د اولادې په برخه وي
تر څو هغه برحقه وارث پيدا شي چې د دنيا ټول قومونه يې تابعداري وکړي

ستا په باغونو کې به دومره انګور وشي، چې خرونه هم پکې وتړې بيا به هم باغونو ته ضرر ونه رسېږي. له تا سره به د انګورو اوبه دومره ډېرې وي، که کالي هم پرې ووينځې خلاصې به نه شي.

د انګورو د اوبو اغېز به ستا په سترګو کې ځلېږي او د شيدو له پريمانۍ څخه به ستا غاښونه پړقېږي.

له دې وروسته يې يوسف ﵇ ته داسې وفرمايل:

بې چاره يوسف د هوسۍ د معصوم بچي په څېر
لکه له چينې څخه چې اوبه څښي
يا لکه د غره پر ګړنګ چې ښکاره هدف وي

ښکاريان پرې سخته حمله کوي
د غشو وارونه پرې کوي او ډېر يې ځوروي

له دې سره – سره دی لينده نه غورځوي

د يعقوب رب د خپل قدرت په لاس د ده مټې ورکلکې کړې

بې له شکه! د بني اسراييلو خدای ساتونکی او پالونکی دی
ستا لپاره مرسته به ستا د پلار د رب لخوا راځي
برکتونه به درته د قادر خدای لخوا راځي
له آسمانه بارانونه رانازلوي او د ځمکې له ژورو اوبه راپورته کوي
تا ته به اولادونه درکوي او رمې به درزياتوي

کوم برکتونه چې ما تر لاسه کړي دي
دا له هغو برکتونو څخه څو برابره زيات دي
چې زما پلرونو او نيکونو تر لاسه کړي وو
په داسې حال کې چې هغوی د کلکو غرونو په څېر محکم وو

ای يوسفه! ته په خپلو وروڼو کې غوره يې
نو د دې لپاره دې ﷲ ﷻ تل دغه برکتونه پر تا ووروي

په همدې ډول يعقوب ﵇ خپل هر يوه زوی ته دعا وکړه.

<< مخکې |  وروسته >> 

 فهرست