حضرت يوسف ﵇
يوسف ﵇ له خپل پلار سره د هغه د وصيت پوره کولو ژمنه کوي
بني اسراييل په ګوشن کې اوسېدل. د ډېرو مالونو څښتنان شول او شمېر يې ورځ تر بلې ډېرېده. يعقوب ﵇ په مصر کې اوولس کاله ژوند وکړ. کله چې يې د مرګ شېبې رانږدې شوې، خپل زوی يوسف ﵇ يې ځان ته راوغوښت او ورته يې وفرمايل: زويه، که ته پر ما نېک نظر لرې، نو له ما سره مينه او ښېګڼه وکړه او قسم راته وکړه، چې مړی به مې د مصر په خاوره کې نه ښخوې. جسد به مې له مصره کنعان ته وړې او د خپل پلار نيکه څنګ ته به مې خاورو ته سپارې.
يوسف ﵇ وفرمايل: پلار جانه! ستاسې وصيت به پر ځای کړم.
يعقوب ﵇ وفرمايل: له ما سره قسم وکړه.
يوسف ﵇ هم قسم ورسره وکړ. بيا يعقوب ﵇ پر خپل کټ باندې سجده وکړه.