حضرت يوسف

يوسف مصريانو ته غلې دانې ورکوي

کاختي ورځ تر بلې زياتېدله. د مصر او کنعان خلک د لوږې له کبله سخت کړېدل. خلکو خپلې ټولې پيسې د غلو اخيستو لپاره ولګولې او يوسف ﵇ دا پيسې راټولې کړې او په شاهي خزانه کې يې واچولې. کله چې د مصر او کنعان د خلکو پيسې مخ پر خلاصېدو شوې، نو يوسف ﵇ ته راغلل او ورته يې وويل: موږ نورې پيسې نه لرو چې غلې پرې واخلو. موږ ته خوراک راکړئ، که نه، له لوږې به مړه شو.

يوسف ﵇ وفرمايل: که پيسې نه لرئ، نو خپل څاروي مو راولئ او په بدل کې به يې زه غلې درکړم.

خلکو هم هماغسې وکړل. خپل آسونه، پسونه، وزې، غوايان او خره يې يوسف ﵇ ته راوستل او هغه ﵇ په بدل کې دوی ته غله ورکړه. پوره يو کال يې له خلکو سره دغسې تبادله کوله. کله چې دا يو کال پوره شو، خلک بيا يوسف ﵇ ته راغلل او ويې ويل: ای زموږ باداره! سپينه خبره به درته وکړو. اوس خو نه پيسې لرو او نه څاروي. ټول ستاسې شول. پرته له ځان او ځمکو څخه بل څه نه دي راپاتې. اوس نو موږ او زموږ ځمکې په بيه راڅخه واخلئ، تر څو له لوږې څخه مړه نه شو. موږ خپل ځانونه او خپلې ځمکې د پاچا په اختيار کې ورکوو، خو تاسې تخم راکړئ، تر څو مړه نه شو او ځمکې مو شاړې نه شي.

څرنګه چې کاختي ډېره سخته وه، د مصر ټول خلک مجبور وو، چې خپل ځانونه او خپلې ځمکې پر پاچا خرڅې کړي. لنډه دا چې يوسف ﵇ د مصر ټولې ځمکې د پاچا لپاره په بيه واخيستلې او ټول مصريان يې هم د پيسو په بدل کې د پاچا غلامان کړل. يوازې هغه ځمکې يې وانه خيستې، چې د مصر د مذهبي مشرانو وې، ځکه چې پاچا هغوی ته وړيا خوراک ورکاوه. نو له دې کبله هغوی اړ نه وو، چې خپلې ځمکې خرڅې کړي.

يوسف ﵇ خلکو ته وفرمايل: ما نن تاسې او ستاسې ځمکې د پاچا لپاره واخيستلې. اوس به تخم درکړم چې په ځمکو کې يې وکرئ. کله چې مو د ځمکې حاصلات واخيستل، پنځمه برخه به يې پاچا ته راوړئ او پاتې به يې د کرنې او د خپل عيال او بچيانو د نفقې لپاره درسره وساتئ.

خلکو وويل: ای زموږ باداره! تا زموږ ژوند ژغورلی دی. پر موږ دې ستا نېک نظر وي! راضي يو چې ځانونه د غلامانو په څېر پاچا ته تسليم کړو.

له دې وروسته يوسف ﵇ په ټول مصر کې حکم جاري کړ، چې د ځمکې د حاصلاتو پنځمه برخه دې پاچا ته ورکړل شي، خو د مصر د مذهبي مشرانو ځمکې له دې حکم څخه معاف وې. دغه حکم تر ننه پورې په مصر کې عملي کېږي.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست