حضرت يوسف ﵇
يعقوب ﵇ مصر ته هجرت کوي
يعقوب ﵇ له خپل مال او عياله سره مصر ته روان شو. کله چې بير شبع ته ورسېد، د خپل پلار اسحاق ﵇ خدای ته يې قربانۍ وکړې. د شپې لخوا پر يعقوب ﵇ د خدای تعالی له خوا وحې وشوې او وفرمايل شول: يعقوبه! ای يعقوبه!
هغه ﵇ وويل: زه حاضر يم.
بيا پر يعقوب ﵇ غږ وشو، چې زه ﷲ يم، ستا د پلار اسحاق رب. ته مصر ته له تلو څخه مه وېرېږه، ځکه هلته به ستا له نسل څخه يو لوی قوم جوړ کړم. زه به په مصر کې هم ستا مل او ملګری يم او ستا نسل به يوه ورځ ستا وطن کنعان ته بېرته راولم. د مرګ په وخت کې به دې سترګې يوسف درپټې کړي.
له دې وروسته يعقوب ﵇ له بير شبع څخه روان شو او زامنو يې دی ﵇ او خپل عيال او بچيان په هغو ګاډيو کې مصر ته بوتلل چې د مصر پاچا رالېږلې وې. دوی خپل څاروي او ټول هغه شيان چې په کنعان کې يې تر لاسه کړي وو، له ځان سره مصر ته يووړل. له يعقوب ﵇ سره د ده ټوله کورنۍ، زامن، لوڼې، لمسي او لمسيانې راغلل.
کله چې دوی منزل ته نږدې شول، يعقوب ﵇ خپل زوی يهودا له ټولو مخکې يوسف ﵇ ته ورولېږه، چې ورشه! يوسف خبر کړه چې موږ راغلي يو.
کله چې دوی ګوشن ته ورسېدل، يوسف ﵇ د آس پر ګاډۍ سپور شو او د پلار د هرکلي لپاره ګوشن ته ورغی. کله چې يې خپل پلار وليد، نو ورغاړې ووت او تر ډېره يې ورسره وژړل. بيا يعقوب ﵇ يوسف ﵇ ته وفرمايل: ته چې مې ژوندی وليدلې، نو اوس د مرګ پروا نه لرم.
بيا يوسف ﵇ خپلو وروڼو او د کورنۍ نورو غړو ته وفرمايل: زه به اوس پاچا ته ورشم او ورته وبه وايم، چې زما وروڼه او کورنۍ له کنعان څخه دلته ما ته راغلې ده او دوی ټول شپانه دي. خپلې رمې او مالونه او نور ټول شته يې له ځان سره راوړي دي. نو پاچا به خامخا تاسې وغواړي او د کسب په هکله به پوښتنه درڅخه وکړي. تاسې به ورته وواياست، چې له ځوانۍ څخه تر اوسه پورې زموږ کسب شپني ده، ځکه چې دا کسب له پلرونو او نيکونو څخه په ميراث راپاتې دی. که مو پاچا ته داسې خبرې وکړې، نو تاسې ته به اجازه درکړي، چې په ګوشن کې واوسېږئ، ځکه چې مصريان له شپنو څخه کرکه کوي.