حضرت يوسف ﵇
خپلو وروڼو ته د يوسف ﵇ مېلمستيا
کله چې وروڼه د کور دروازې ته ورسېدل، ناظر ته يې وويل: وبخښئ صاحبه، په لومړي ځل چې موږ دلته غلې واخيستې، بيا چې کور ته تلو، شپه مو يو ځای واړول. هلته مو جوالونه خلاص کړل او ومو کتل هغه پيسې چې د غلو په بدل کې مو ورکړې وې، بېرته په بشپړ ډول پکې پرتې وې. دا دي هغه پيسې مو بېرته راوړي دي او د نورو غلو د اخيستلو لپاره مو نورې پيسې هم راوړي دي. موږ نه پوهېږو، چې هغه پيسې چا زموږ په جوالونو کې اچولې وې.
ناظر وويل: ډاډه اوسئ او مه وېرېږئ! تاسې د غلو ټولې پيسې ما ته راکړې وې. دا ستاسې او ستاسې د پلار خدای و، چې دغه خزانه يې ستاسې په جوالونو کې ځای پر ځای کړې وه.
بيا ناظر د دوی ورور شمعون ورته له بنده راووست او دوی يې د يوسف ﵇ کور ته دننه بوتلل. د پښو د پرېمنځلو لپاره يې ورته اوبه راوړلې او خرونه يې هم ورته ماړه کړل. دوی اورېدلي وو، چې د غرمې ډوډۍ په همدې کور کې خوري، نو خپل سوغاتونه يې د يوسف ﵇ له راتګ څخه مخکې سره برابر کړل. کله چې يوسف ﵇ کور ته راغی، دوی خپل سوغاتونه ورته ډالۍ کړل او د احترام سجده يې ورته وکړه. يوسف ﵇ ورسره روغبړ وکړ او ويې فرمايل: هغه سپينږيری پلار مو څنګه دی؟ تر اوسه پورې ژوندی دی؟
وروڼو يې وويل: هو! ستاسې خدمتګار زموږ پلار تر اوسه ژوندی او روغ رمټ دی.
بيا يې هغه ﵇ ته يو ځل بيا د احترام سجده وکړه.
کله چې يوسف ﵇ خپل سکه ورور بنيامين وليد، نو نورو وروڼو ته يې وفرمايل: آيا دی مو هماغه کشر ورور دی، چې تاسې يې په اړه خبرې راته کړې وې؟
بيا يې بنيامين ته وويل: زويه! خدای ﷻ دې پر تا پېرزوينه وکړي.
د خپل سکه ورور په ليدو سره د يوسف ﵇ د زړه مينه دومره په جوش کې راغلې وه، چې ژړا يې نه شوای درولای. بلې خونې ته ولاړ او هلته يې په خلوت کې ډېر وژړل. ژړا يې چې ودرېده، خپل مخ يې پاک کړ او په داسې حال کې چې ځان يې په واک کې کاوه، بېرته خپلو وروڼو ته ورغی او نوکرانو ته يې وفرمايل: ډوډۍ تياره کړئ.
نوکرانو هم يو دسترخوان يوسف ﵇، يو يې د هغه ﵇ وروڼو ته او بل يې جلا حاضرو مصريانو ته هوار کړ، ځکه چې د مصريانو لپاره دا کرکجنه خبره وه، چې له بني اسراييلو سره پر يوه دسترخوان ډوډۍ وخوري. يوسف ﵇ خپل وروڼه د عمر په لحاظ د يو بل تر څنګ پر دسترخوان کېنول. دوی دې کار ډېر حيران کړل او يو بل ته يې په تعجب سره وکتل چې دا څه کيسه ده؟
بيا يوسف ﵇ دوی هر يوه ته له خپل دسترخوانه ډوډۍ ورکړه، خو بنيامين ته يې تر نورو وروڼو پنځه برابره زياته ډوډۍ ورکړه. لنډه دا چې په هغه ورځ باندې ټولو وروڼو ډېر خوراک او څښاک وکړ او ډېره خوشحالي يې سره وکړه.