حضرت يوسف

يوسف د پاچا خوبونه تعبيروي

دوه کاله وروسته پاچا خوب وليد چې دی د نيل د سيند پر غاړه ولاړ دی. له سيند څخه اووه چاغې او ښايسته غواګانې راووتلې او په وښو کې يې څړ پيل کړ. ورپسې اووه ډنګرې او بدرنګه غواګانې راووتلې او د چاغو غواګانو څنګ ته ودرېدلې. بيا ډنګرو غواګانو چاغې غواګانې وخوړلې.

يو ناڅاپه پاچا له خوبه راويښ شو. بېرته ويده شو. يو ځل بيا يې خوب وليد، چې له يوې ساقې څخه د غنمو اووه ډک او شنه وږي راووتل. ورپسې اووه داسې نازک وږي راشنه شول چې يوه ګرم باد وهلي وو. بيا وچو وږو دغه ډک او شنه وږي وخوړل.

پاچا له خوبه راويښ شو او پوه شو چې دا يو خوب و.

سهار د خوبونو له وجې د پاچا فکر ډېر خراب و. نو د مصر ټول جادوګران او پوهان يې راوغوښتل او خوبونه يې ورته بيان کړل، خو په دوی کې څوک نه و چې دغه خوبونه ورته تعبير کړي.

په دې وخت کې د ساقيانو مشر پاچا ته وويل: پاچا سلامت! نن زما غلطيانې راپه ياد شوي دي. يو څه موده مخکې تاسې پر ما او نانوای باندې په قهر شوي واست او په هغه بنديخانه کې مو اچولي وو، چې اداره يې ستاسې د شخصي ساتونکو د مشر پر غاړه وه. هلته موږ دواړو خوبونه وليدل، چې تعبيرونه يې يو له بله مختلف وو. له موږ سره هلته يو بني اسراييلی ځوان هم بندي و، چې د بنديخانې د مشر خدمتګار و. موږ چې کله خپل خوبونه ورته بيان کړل، نو هغه راته تعبير کړل او تعبيرونه يې رښتيا وختل. زه بېرته ستاسې ساقي شوم او نانوای په دار شو.

د دې په اورېدو سره پاچا سمدستي عسکر ولېږل، چې يوسف له بندي خانې ورته راولي.

عسکر هم ولاړل او يوسف ﵇ يې ژر له بنديخانې څخه راوايست. هغه ﵇ وېښتان وخريل او پاکې جامې يې واغوستلې. بيا د پاچا حضور ته ورغی.

پاچا يوسف ﵇ ته وويل: تېره شپه مې دوه خوبونه وليدل، خو زما په دربار کې داسې څوک نشته چې راته تعبير يې کړي. ما اوريدلي دي چې ته د خوبونو تعبير کولای شې.

يوسف ﵇ وفرمايل: دا زما کوم کمال نه دی، بلکې د تعبيرونو د علم خاوند خدای تعالی دی او ستا د خوب تعبير به خدای ﷻ درته وکړي.

نو پاچا يوسف ﵇ ته خپل خوبونه بيان کړل. يوسف ﵇ پاچا ته وويل: ستاسې د دواړو خوبونو معنی يوه ده. هغه څه چې لوی خدای ﷻ پېښوي، ته يې مخکې ترې خبر کړې. له اوو چاغو غواګانو او اوو شنو وږو څخه مقصد د پرېمانۍ اووه کلونه دي او له اوو ډنګرو غواګانو او اوو وچو وږو څخه مقصد د کاختۍ اووه کلونه دي.

دا هغه څه دي چې ﷲ تعالی له پېښېدو څخه مخکې ته پرې خبر کړې. تر اوو کلونو پورې به په ټول مصر کې د کرنيزو حاصلاتو زياتوالی او پرېماني وي، خو تر هغه وروسته به بيا اووه داسې نور د کاختۍ سخت کلونه راشي، چې د پرېمانۍ او سوکالۍ کلونه به له خلکو هېر کړي. د سختې کاختۍ له امله به د هغو ښو کلونو نښه او درک په ټول ملک کې نه وي پاتې. دا چې دوه واره مو پر له پسې خوبونه وليدل، پر دې ټينګار کوي چې دا د خدای ﷻ له خوا ثابته خبره ده او ډېر ژر به يې پېښ کړي.

نو پاچا صاحب! تاسې بايد د خپل ملک د اداره کولو لپاره يو پوه او باتدبيره سړی وټاکئ، او ورسره داسې نور مسوولين هم وټاکئ، چې د ډېروالي په اوو کلونو کې د مصر په ټوله خاوره کې د حاصلاتو پنځمه برخه راټوله کړي. دوی ته اختيار ورکړئ چې راټوله شوې غله د ښارونو په ذخيرو کې ځای پر ځای کړي. په دې ډول به د کاختۍ په اوو کلونو کې دا راټولې شوې غلې د خوراک سرچينه وي او د مصر خلک به د لوږې له مرګه وژغورل شي.

<< مخکې |  وروسته >> 

 فهرست