حضرت يوسف

يوسف په زندان کې د ساقي او نانوای خوبونه تعبيروي

څه موده وروسته د پاچا دوه نوکران په جرم نيول شوي وو، چې يو يې د ساقيانو مشر و، چې د پاچا په مجلس کې به يې څښاک وېشه او بل يې د پاچا د نانوايانو مشر و. پاچا دوی دواړو ته په قهر شو او هغې بنديخانې ته يې واچول، چې مسوول يې د پاچا د شخصي ساتونکو مشر و، يعنې چېرې چې يوسف ﵇ هم بندي و. د ساتونکو مشر، يوسف ﵇ د دغو دوو د خدمت لپاره مقرر کړ.

يوه شپه، ساقي او نانوای دواړو خوبونه وليدل، چې تعبيرونه يې بېل – بېل وو. کله چې سهار يوسف ﵇ راغی، متوجه شو چې دواړه خفه دي. نو پوښته يې وکړه: خير خو به وي؟ ولې مو شونډې ځوړندې دي؟

دوی وويل: موږ دواړو خوبونه ليدلي، خو دلته څوک نشته چې تعبير او معنی يې راته ووايي.

يوسف ﵇ وفرمايل: د خوب د تعبير علم د ﷲ ﷻ له خوا راځي. مهرباني وکړئ، اوس خپل خوبونه راته بيان کړئ.

لومړی ساقي خپل خوب بيان کړ او ويې وويل: ما په خوب کې د انګورو تاک وليد، چې درې ښاخه يې وي. غوټۍ غوړوي او واښکي – واښکي انګور کوي. په لاس کې مې د پاچا جام وي. انګور رااخلم او په جام کې يې شېره باسم. بيا جام پاچا ته ورکوم.

يوسف ﵇ وفرمايل: ستا د خوب معنی دا ده: له درېيو ښاخونو څخه مقصد درې ورځې دي.تر درېيو ورځو پورې به پاچا تا له بنديخانې څخه خوشې کړي او بيا به دې پر پخوانۍ دنده ودروي. ته به لکه پخوا د ساقي په حيث جام پاچا ته ورکوې، خو کله چې ستا ژوند بيا د خير شو، ما مه هېروه. له تا څخه مې هيله دا ده چې ته له ما سره ښېګڼه وکړې، پاچا ته زما کيسه وکړه او ترې وغواړه چې ما له بنديخانې څخه خوشې کړي. زه خو د بني اسراييلو له وطن څخه دې ځای ته په زور او جبر سره راوستل شوی يم او اوس بې ګناه په دې زندان کې بندي يم.

نانوای چې د ساقي د خوب ښه معنی واورېدله، نو يوسف ﵇ ته يې خپل خوب بيان کړ او ويې ويل: ما خوب وليد چې زما پر سر باندې له ډوډيو ډکې درې ټوکرۍ ايښودل شوې وي. د سر په ټوکرۍ کې د پاچا د خوښې بېلابېلې ډوډۍ پرتې وي. بيا د هوا مرغان راځي او له هغې ټوکرۍ څخه خوراک کوي.

يوسف ﵇ وفرمايل: ستا د خوب تعبير دا دی: درې ټوکرۍ يعنې درې ورځې. درې ورځې وروسته به پاچا تا پر يوې ونې په دار وځړوي. د هوا مرغان به راشي او ستا د بدن غوښې به وخوري.

درې ورځې وروسته د پاچا د زېږېدو کليزه شوه. هغه يوه غټه مېلمستيا جوړه کړه. ساقي او نانوای يې له بنديخانې څخه راوايستل او خپل حضور ته يې راوغوښتل. ساقي يې بېرته پر خپله پخوانۍ دنده ودراوه، تر څو بيا ده ته جام ورکړي، خو پر نانوای باندې يې حکم جاري کړ چې په دار يې کړئ. په همدې سره د دواړو خوبونه په هغه ډول وختل چې يوسف ﵇ ورته تعبير کړي وو. مګر ساقي هغه وصيت هېر کړ چې يوسف ﵇ ورته کړی و. هغه ﵇ يې بيخي له ياده ووت.

<< مخکې |  وروسته >> 

 فهرست