حضرت يوسف

د يوسف خوبونه

د اسحاق ﵇ تر وفات وروسته يعقوب ﵇ په کنعان کې اوسېد، چېرې چې يې پلار د نورو قومونو په منځ کې د مهاجرت ژوند تېر کړی و. دا د يعقوب ﵇ د اولادونو کيسه ده. کله چې يوسف ﵇ اوولس کلن شو، له خپلو مېريزيو وروڼو سره يې، چې د وينځو بِلهې او زِلفې زامن وو، يو ځای رمې پوولې. يوسف ﵇ به خپل پلار ته د خپلو وروڼو د هر بد کار په اړه خبر راووړ. هغه ﵇ تر ټولو وروڼو پر پلار ډېر ګران و، ځکه چې خدای ﷻ ورته په زړښت کې ورکړی و. د دغه ګرانښت په خاطر يعقوب ﵇ يوسف ﵇ ته يوه ډېره ښکلې چپنه ډالۍ کړه. کله چې يې وروڼو وليدل، تر موږ ټولو يوسف پر پلار ګران دی، له ده څخه يې کرکه پيدا کړه. د دوی کرکه دومره زياته وه، چې ده ﵇ ته يې يو سلام هم نه کاوه.

يو وخت يوسف ﵇ خوب وليد او خپلو وروڼو ته يې وويل: ای وروڼو، غوږ ونيسئ! ما خوب وليد، چې موږ ټول په کرونده کې د غنمو ګېډۍ تړو. يو ناڅاپه زما ګېډۍ راپورته شي، جګه ودرېږي. ستاسې ګېډۍ يې پر شاوخوا کې راوګرځي او ورته سجده وکړي.

وروڼو يې په قهر وويل: ښه، يعنې ته به پر موږ پاچا شې او تر خپل حکم لاندې به مو راولې؟

د دغه خوب په سبب له يوسف ﵇ سره د دوی کرکه نوره هم زياته شوه.

څه موده وروسته يوسف ﵇ بيا خوب وليد او خپلو وروڼو ته يې بيان کړ. ويې ويل، چې ما په خوب کې لمر، سپوږمۍ او يوولس ستوري وليدل چې ما ته سجده کوي.

دا ځل يوسف ﵇ خپل خوب يوازې خپلو وروڼو ته نه بلکې خپل پلار ته هم بيان کړ. پلار يې په سخته لهجه وويل: دا څه ډول خوب و چې تا وليد؟ آيا ستا مطلب دا دی، چې زه، مور دې او يوولس وروڼه دې درشو او په سجده درته پرېوزو؟

د يوسف ﵇ خبرو د ده د وروڼو حسد او کينه لا پسې ډېره کړه، خو پلار يې په دې اړه په ډېر ژور فکر کې ولاړ.

يوه ورځ د يوسف ﵇ وروڼو رمې د پوولو لپاره د شکيم خوا ته بېولې وې. يعقوب ﵇ يوسف ته وفرمايل: ستا وروڼه د رمو د پوولو لپاره شکيم ته تللي دي. ځان چمتو کړه، چې زه دې ورپسې لېږم.

يوسف ﵇ وويل: په سترګو!

يعقوب ﵇ وفرمايل: د دوی او د رمو احوال واخله چې دوی په خيريت کې دي او که نه. بيا يې خبر ما ته راوړه.

يوسف ﵇ هم د پلار له امر سره سم د حبرون له درې څخه شکيم ته روان شو. په صحرا کې يې اخوا دېخوا په خپلو وروڼو پسې کتل، چې د يوه سړي ورته پام شو او پوښتنه يې ترې وکړه، چې ته په څه پسې ګرځې؟

يوسف ﵇ وويل: زه په خپلو وروڼو پسې ګرځم. تا ته خو به نه وي معلوم چې دوی رمې چېرې پيايي؟

سړي وويل: ما دوی د تلو په وخت کې وليدل او وامې ورېدل چې ويل يې دوتان ته ځو.

يوسف ﵇ هم د دوتان خوا ته ولاړ او هلته يې خپل وروڼه پيدا کړل.

دی ﵇ لا خپلو وروڼو ته نه و رسېدلی چې دوی له لرې وليد او سمدستي يې د ده د وژلو دسيسه جوړه کړه. په خپلو کې يې سره وويل چې هغه دی، د خوبونو خاوند راروان دی. راځئ چې مړ يې کړو او مړی يې په يوه څاه کې واچوو. پلار ته به ووايو، چې يوه وحشي ځناور خوړلی دی. بيا به دی خپل خوبونه له ځان سره ګور ته يوسي.

روبين چې دغه خبرې واورېدې، د يوسف ﵇ د ژغورنې لپاره يې مداخله وکړه او ويې ويل: پر يوسف باندې به لاس نه پورته کوو چې ويې وژنو. وينه يې مه تويوئ، بلکې دلته په دښته کې يوه وچه څاه ده. په هغې کې يې واچوئ، خو لاس مه پرې پورته کوئ تر څو مړ يې کړئ.

روبين دغه مشوره په دې خاطر ورکړه تر څو يوسف ﵇ د دوی له شره خلاص کړي او خپل پلار ته يې روغ رمټ بېرته ورورسوي.

کله چې يوسف ﵇ خپلو وروڼو ته راورسېد، دوی هغه ښايسته چپنه ځينې وايسته چې د پلار له خوا ده ﵇ ته ورکړل شوې وه. دی يې هغې وچې څاه ته کش کړ او ور وايې چاوه.

له دې وروسته دوی سره کېنستل چې ډوډۍ وخوري. په دې وخت کې د سوداګرو يوه قافله راغله چې له جلعاد څخه مصر ته تله. دغه سوداګر د اسماعيل ﵇ له اولادې څخه وو او اوښان يې له کنډو، عطرو او ملهمو څخه بار وو. يهودا نورو وروڼو ته وويل: که موږ خپل ورور مړ کړو او حال پټ وساتو، نو زموږ لاس ته څه راځي؟ زما په فکر تر ټولو ښه خبره به دا وي چې دی مړ نه کړو بلکې پر دغو سوداګرو باندې يې خرڅ کړو. آخر دی زموږ خپله وينه او ورور دی!

وروڼو يې هم ورسره ومنله.

کله چې د مَديَن د سوداګرو کاروان رانږدې شو، نو يوسف ﵇ يې وروڼو له څاه څخه راوايست او د سپينو زرو د شلو سکو په بدل کې يې پر سوداګرو خرڅ کړ. هغوی يوسف ﵇ له خپل ځان سره مصر ته يووړ.

څه موده وروسته روبين راغی. کله چې يې په څاه کې وکتل، يوسف ﵇ نشته. له ډېره غمه يې خپل ګرېوان څيرې کړ. خپلو وروڼو ته ورغی او ورته يې وويل: يوسف په څاه کې نشته! اوس به پلار ته څه ځواب ورکوم؟

وروڼو يې يو وزګړی حلال کړ او د هغه په وينو يې د يوسف ﵇ چپنه سره کړه. بيا يې چپنه خپل پلار ته وروړه او ورته يې وويل: دغه چپنه مو په دښته کې پيدا کړه. يو وار يې وګوره چې دا د يوسف ده که نه؟

بې له ځنډه يعقوب ﵇ چپنه وپېژندله او ويې فرمايل: بې له شکه چې دا زما د زوی يوسف چپنه ده. ما ته ښکاري چې هغه يوه وحشي ځناور ټوټه ټوټه کړی او خوړلی دی.

يعقوب ﵇ له ډېره غمه خپلې جامې څيرې کړې. د ماتم زيږه کالي يې واغوستل او ډېرې شپې او ورځې يې په غم او وير کې تېرې کړې. د ده ﵇ اولادونه به ورتلل او کوښښ به يې کاوه، چې د زړه تسلي ورکړي، خو زړه يې نه تسلي کېده. ويل به يې چې دا ډول به زه د يوسف په وير کې قبر ته ولاړ شم.

يعقوب ﵇ به همداسې ماتم کاوه.

سوداګرو چې يوسف ﵇ مصر ته بوت، نو هلته يې پر عزيز مصر «پوتيفار» باندې خرڅ کړ، چې د پاچا د دربار د ساتونکو مشر و.

<< مخکې |  وروسته >> 

 فهرست