حضرت ابراهيم ﵇
د اسحاق ﵇ پيدايښت
ﷲ ﷻ له خپلې وعدې سره سم پر ساره ﵂ پېرزوينه وکړه. هغې حمل واخيست او پر هغه ټاکلي وخت چې ﷲ ﷻ ورته فرمايلی و، په داسې حال کې يې ابراهيم ﵇ ته زوی وزېږاوه، چې هغه ﵇ بوډا و. ابراهيم ﵇ د خپل زوی نوم اسحاق کېښود. د ﷲ ﷻ له امر سره سم يې اسحاق ﵇ په اتمه ورځ سنت کړ. د هغه د پيدايښت پر محال ابراهيم ﵇ سل کلن و.
ساره ﵂ وويل: ﷲ تعالی خندا او خوشحالي راپه برخه کړې ده. په دې چې هر څوک خبر شي، نو له ما سره به يو ځای خندا او خوشحالي وکړي. چا دا فکر کاوه، چې ساره ﵂ به يوه ورځ د ابراهيم ﵇ زوی ته تی ورکړي؟ خو اوس مې د ده په زړښت کې ورته زوی زېږولی دی.
وخت تېرېده، اسحاق ﵇ د دومره عمر شو، چې د مور له شيدو بېل شو. د دې په خوشحالۍ کې ابراهيم ﵇ يوه لويه مېلمستيا جوړه کړه. په دې وخت کې ساره ﵂ ولېدل، چې د مصرۍ هاجرې زوی اسماعيل ﵇ پر اسحاق ﵇ ملنډې وهي. نو ابراهيم ﵇ ته يې وويل: دغه وينځه او زوی يې له کوره وشړه! د دې وينځې زوی به په هېڅ وجه زما له زوی اسحاق سره په وراثت کې برخه نه لري!
د ساره ﵂ دغو خبرو ابراهيم ﵇ ډېر ناراضه کړ، ځکه چې اسماعيل يې هم زوی و. په دې حال کې ﷲ ﷻ ابراهيم ﵇ ته وفرمايل: ای ابراهيمه! د وينځې او د هغې د زوی په خاطر مه خفه کېږه. څه چې ساره درته ويلي دي، هماغسې وکړه، ځکه ما اسحاق انتخاب کړی دی، چې د هغه نسل زما د عهد او پيمان وارث شي، خو د وينځې زوی هم ستا تخم دی. نو د هغه له نسله به هم يو لوی قوم جوړ کړم.
په بل سبا ابراهيم ﵇ سهار وختي راپاڅېد، يو څه ډوډۍ او يو ژی اوبه يې برابرې کړې او د هاجرې پر اوږو يې کېښودل. بيا يې هاجره او اسماعيل ﵇ له کوره رخصت کړل. هاجرې حرکت وکړ او د بير شبع په بيابان کې سرګردانه او لالهانده ګرځېده. کله چې د ژي اوبه خلاصې شوې، خپل زوی يې د يوه بوټي سيوري ته کېناوه. بيا د يوه ويشتل شوي غشي په فاصله ترې لرې ولاړه او کېنستله. سخته په ژړا شوه او ويې ويل: د خپل زوی مرګ په خپلو سترګو نه شم ليدلای.
ﷲ ﷻ د هلک ژړا واورېدله او د آسمان له خوا د ملايکې غږ راغی او هاجرې ته يې وفرمايل: ای هاجرې! زړه دې ولې کوچنی شوی دی؟ مه وېرېږه! خدای تعالی ستا د زوی ژړا اورېدلې ده. اوس خپل زوی ته ورشه. راولاړ يې کړه او حوصله يې ورلوړه کړه، ځکه چې خدای ﵇ به له هغه څخه يو لوی قوم جوړ کړم.
بيا يې خدای ﷻ سترګې ورخلاصې کړې او د اوبو يوه چينه يې وليدله. ورغله، ژی يې له اوبو څخه ډک کړ او خپل زوی ته يې اوبه ورکړې.
تر دې وروسته ﷲ ﷻ له اسماعيل ﵇ سره و. هغه په بيابان کې ښه ځوان شو او يو غشی ويشتونکی شو. د فاران په بيابان کې استوګن شو او مور يې ورته له يوې مصرۍ نجلۍ سره واده وکړ.