حضرت ابراهيم ﵇

د سدوم او عمورې ښارونو تباه کېدل

ماښام له هغو مېلمنو څخه دوه مېلمانه، چې په اصل کې ملايکې وې، د سدوم ښار ته ورسېدل. لوط ﵇ د ښار په دروازه کې ناست و. دغه دوه کسان چې يې وليدل، نو هر کلي ته يې راپاڅېد. د تعظيم سر يې ورته ټيټ کړ او ويې ويل: ای صاحبانو! زه ستاسې خدمتګار يم. کولای شئ، چې زما کور ته تشريف راوړئ او شپه زما مېلمانه شئ. خپلې پښې به پرېمينځئ. بيا به سهار وختي خپل مزل ته دوام ورکړئ.

دوی وويل: نه! موږ به همدلته د ښار په يوه عام ځای کې شپه تېره کړو.

خو لوط ﵇ ټينګار وکړ، تر څو دوی ومنله او کور ته ورسره ولاړل. لوط ﵇ ښه مېلمستيا تياره کړه او پتيرې ډوډۍ يې هم پخې کړې. مېلمنو ښه ځان پرې موړ کړ.

د ويده کېدو پر مهال د سدوم ښار ټول نارينه، زاړه او ځوانان راغلل او د لوط ﵇ کور يې محاصره کړ. ورغږ يې کړ: ای لوطه! موږ خبر يو، چې نن شپه ستا کور ته دوه سړي راغلي دي. دوی چېرې دي؟ موږ ته يې راوباسه، چې خپل شهوت پرې رفع کړو!

لوط ﵇ له کوره ورووت. د کور دروازه يې په ځان پسې وتړله او ورته ويې ويل: ای زما وروڼو! دا بد کار مه کوئ. زه به درته خپلې دوې پاکې لوڼې راوباسم. هر څه چې مو زړه غواړي، ورسره ويې کړئ، خو پر دغو دوو سړيو کار مه لرئ، ځکه دوی زما مېلمانه دي.

د ښار نارينه وو، وويل: ته خو زموږ په ځمکه کې يو مهاجر يې او اوس پر موږ باندې امرونه کوې؟ له مخې مو لرې شه! که نه موږ به تر هغو دوو کسانو له تا سره لا ډېر بد کار وکړو!

بيا يې پر لوط ﵇ حمله وکړه او پر دروازې راټول شول، چې ماته يې کړي.

په دغه وخت کې هغو دوو مېلمنو لاس وراوږد کړ. لوط ﵇ يې کور ته دننه کړ او دروازه يې وتړله. بيا يې دباندې د سپينږيرو او ځوانانو ټولو سترګې ورړندې کړې. دوی په ړندو سترګو دروازه نه شوای پيدا کولای او له خپلو هڅو څخه ستړي شول.

بيا هغو ملايکو لوط ﵇ ته وويل: آيا ته په دې ښار کې نور خپلوان لرې؟ که دې زوی، لور، زوم او يا بل هر څوک وي، درسره روان يې کړه او له دې ښاره يې وباسه، ځکه چې موږ دا ښار ورانوو. د دې خلکو د ګناهونو پر خلاف ناره د ﷲ ﷻ حضور ته رسېدلې ده. نو موږ يې رالېږلي يو، چې د دې ښار خلک تباه او برباد کړو.

لوط ﵇ هم زومانو ته ورغی او ويې ويل: ای زما زومانو! ﷲ تعالی ډېر ژر دغه ښار تباه کوي. نو بېړه وکړئ، له دغه ښاره ځان وباسئ!

خو زومانو يې دغه خبره ټوکه وګڼله او ويې نه منله.

په بل سبا چې سپېدې وچاودلې، نو ملايکو لوط ﵇ ته په ټينګار سره وويل: ای لوطه! اوس خپله ښځه او دواړې لوڼې دې له ځان سره روانې کړه او له دې ښاره ووزئ! که نه، نو تاسې به هم له ښار سره يو ځای له منځه ولاړ شئ.

لوط ﵇ ځنډ وکړ، نو ملايکو دی ﵇ او ښځه او دوې لوڼې يې تر لاسونو ونيولې او له ښاره دباندې يې يوه خوندي ځای ته ورسول. دا پر دوی باندې د ﷲ ﷻ رحمت و. کله چې دوی له ښاره راوستل شول، يوې ملايکې ورته وفرمايل: اوس د خپل ژوند د ژغورلو لپاره له دې ځايه وتښتئ. له تاسې څخه دې هېڅوک شا ته نه ګوري او په دغه دښته کې دې هم نه درېږي. غره ته ولاړ شئ. که نه، نو تاسې به هم هلاک او برباد شئ.

په دغه وخت کې لوط ﵇ وفرمايل: صاحبه! تا پر دې بنده لويه پېرزوينه کړې ده او زما د ژوند په ژغورلو دې خپله ښېګڼه راښکاره کړې ده. خو غرونو ته پورته کېدل راته ډېر سخت کار دی. داسې نه چې په راتلونکي مصيبت کې ګير شم. هيله کوم، اجازه راکړه، چې دغه نږدې کوچني کلي ته ولاړ شم، تر څو له عذابه وژغورل شم.

هغه وفرمايل: سمه ده. ستا غوښتنه مې ومنله. ستا په خاطر دغه کلی نه تباه کوم، مګر ژر کوه او دغه کلي ته ځان ورسوه! تر څو چې هلته نه يې رسېدلی، تر هغې به د عذاب نزول معطل وي. (په همدې خاطر دغه کلی د «صوغر» په نامه مشهور شو، چې د «کوچني» په معنی دی.)

کله چې لوط ﵇ هغه کلي ته ورسېد، لمر تازه راختلی و. په دې وخت کې خدای ﷻ له آسمانه د سدوم او عمورې پر ښارونو اور او سکروټې وورولې. د هغې دښتې ټول شاوخوا ښارونه په پوره توګه تباه او برباد شول. د ښارونو ټول اوسېدونکي هلاک شول او ټول بوټي او نباتات له منځه ولاړل. په دې وخت کې د لوط ﵇ ښځې، چې په خپل مېړه پسې روانه وه، شا ته وکتل او د مالګې په څلي بدله شوه.

ابراهيم ﵇ سهار وختي راپاڅېد او هغه ځای ته يې تشريف يووړ، چې له ﷲ تعالی سره همکلامه شوی و. له هغه لوړ ځای څخه يې د سدوم او عمورې خوا ته نظر واچاوه. له ټول سيمې څخه داسې لوخړې راپورته کېدې، لکه له بټۍ څخه چې لوخړې پورته کېږي.

لنډه دا چې ﷲ ﷻ د هغې ځمکې ښارونه تباه او برباد کړل، خو د ابراهيم ﵇ دعا يې هېره نه کړه او لوط ﵇ يې خوندي وساته. له عذابه يې نجات ورکړ.

<< مخکې |  وروسته >> 

 فهرست