حضرت ابراهيم

ﷲ  ابراهيم  ته د عهد او تړون شرايط ورکوي

کله چې د اِبرام ﵇ مبارک عمر نهه نوي کلونو ته ورسېد، ﷲ ﷻ يو ځل بيا دی ﵇ په خپل ديدار مشرف کړ او ورته ويې فرمايل: ای اِبرامه! زه قادرِ مطلق خدای يم! زما د لارې لاروی او بې عيبه واوسه. له تا سره عهد او تړون کوم، چې ستا نسل به خورا ډېر زيات کړم.

د دې په اورېدو سره اِبرام په سجده شو. خدای تعالی بيا ورته وفرمايل: له تا سره مې دا عهد او تړون دی، چې ته به د ډېرو قومونو پلار شې. له نن څخه وروسته به ستا نوم اِبرام (معزز پلار) نه، بلکې ابراهيم (د ډېرو قومونو پلار) وي، دا ځکه چې زه به دې د ډېرو قومونو پلار وګرځوم. ستا نسل به خورا ډېر کړم. له تا څخه به ډېر قومونه جوړ کړم او په نسل کې به دې پاچاهان پيدا کړم. دغه عهد او تړون تر ابده پورې له تا او ستا له نسل سره ټينګوم. زه به ستا او ستا د اولادې معبود يم. دا د کنعان ځمکه، چې ته اوس پکې د مهاجر په توګه اوسېږې، تا ته او تر تا وروسته ستا نسل ته درکوم، تر څو د تل لپاره ستا د اولادونو ملکيت وي او زه به د هغوی خدای واوسم.

پر تا او ستا پر راتلونکو نسلونو د دغه عهد او تړون پر ځای کول فرض دي. زما او ستا تر منځ او زما او ستا د نسلونو تر منځ د عهد او تړون نښه به دا وي، چې هر نارينه بايد سنت کړل شي او د تناسلي آلې د سر پر شاوخوا پوستکی ترې پرې شي، تر څو يوه نښه وګرځي، چې زما عهد او تړون يې قبول کړی دی. په راتلونکو نسلونو کې چې هر نارينه ماشوم پيدا شي، بايد پر اتمه ورځ سنت کړل شي. دا سنت يوازې ستاسې د کورنيو د غړو لپاره نه دی، بلکې د هر هغه غلام لپاره هم دی، چې ستاسې په کور کې زېږېدلی وي او يا مو له پرديو څخه په پيسو اخيستی وي. لنډه دا چې ستاسې د کور ټول نارينه بايد سنت شي، تر څو ستاسې بدنونه زما د ابدي عهد او تړون شهادت ورکړي. که ستاسې په نسل کې کوم نارينه سنت نه شي، نو هغه بايد له قوم څخه وشړل شي، ځکه هغه دا عهد او تړون مات کړی دی.

بيا خدای تعالی وفرمايل: له نن وروسته به ته خپله ښځه د سارای په نوم نه يادوې، بلکې نوم به يې ساره وي. پر هغې باندې به د پېرزوينې نظر وکړم او يو زوی به يې پيدا شي. هو! پر ساره به برکتونه نازل کړم او د هغې په نسل کې به ډېر قومونه او پاچاهان راپيدا شي.

د دې په اورېدو سره ابراهيم ﵇ په سجده پرېووت، خو تر شونډو لاندې يې وخندل او په زړه کې يې وويل، چې په تقريباً سل کلنۍ کې څنګه امکان لري، چې د زوی خاوند شم؟ زما ښځه ساره هم نوي کلنه ده. هغه به څنګه زوی وزېږوي؟ نو يې خدای ﷻ ته عرض وکړ: يا ﷲ! ستا دغه برکت دې د اسماعيل په نصيب شي!

ﷲ ﷻ وفرمايل: واوره! ستا ښځه ساره به يو زوی وزېږوي او د هغه نوم به اسحاق ږدې. زه به دغه عهد او تړون د اسحاق او تر هغه وروسته د هغه له نسل سره تر ابده ټينګ ساتم، خو د اسماعيل په اړه مې ستا دعا واورېدله. هغه ته به هم برکت ورکړم او نسل به يې خورا زيات کړم. د دوولسو سردارانو پلار به شي او زه به يو لوی قوم ترې جوړ کړم! خو زما د عهد او تړون وارث به اسحاق وي، چې يو کال وروسته، پر همدې مهال به يې ساره نړۍ ته راوړي.

ﷲ ﷻ چې دغه خبرې خلاصې کړې، الهي ديدار هم پای ته ورسېد.

په هماغه ورځ ابراهيم ﵇ خپل زوی اسماعيل او خپل ټول غلامان، که يې په کور کې زېږېدلي وو او که يې له پرديو څخه په پيسو اخيستي وو، راټول کړل او د ﷲ ﷻ له امر سره سم يې د هر نارينه د تناسلي آلې د سر پر شاوخوا پوستکی ځينې پرې کړ. په دې وخت کې ابراهيم ﵇ نهه نوي کلن و او زوی يې اسماعيل ﵇ ديارلس کلن و. لنډه دا چې په همدې ورځ ابراهيم ﵇، اسماعيل ﵇ او ورسره د ټولې کورنۍ نارينه غلامان، چې په کور کې زېږېدلي وو او يا له پرديو څخه په پيسو اخيستل شوي وو، سنت شول.

 << مخکې |  وروسته >> 

 فهرست