حضرت ابراهيم

د لوط اسير کېدل

همدغه وخت په کنعان کې جنګ ونښت. د کنعان د مشرق په لرې کې د څلورو حکومتونو پاچاهانو اتفاق سره وکړ او د اُردن سيند د شاوخوا ځمکې پر مرکزي ښارونو يې يرغل وکړ، چې په هغو کې د سدوم او عمورې ښارونه هم شامل وو. دغو پاچاهانو د سدوم او عمورې ښارونو ټول مالونه او خوراکي توکي چور کړل. د اِبرام ﵇ وراره لوط ﵇ يې هم، چې په سدوم کې اوسېد، اسير کړ او د ده ﵇ ټول مالونه يې هم له ځان سره يووړل.

يو کس له جنګه په تېښته بريالی شو. ځان يې اِبرام ﵇ ته ورورساوه او د لوط ﵇ حال يې ورته بيان کړ. اِبرام ﵇ په دغه وخت کې د بلوطو هغو ونو ته نژدې اوسېد، چې خاوند يې مَمري له اَموريانو څخه و. ده ﵇ له مَمري او د هغه له وروڼو اِشکول او عانير سره جنګي اتحاد کړی و. کله چې خبر شو، خپل وراره يې لوط ﵇ يرغلګرو وړی دی، له خپلو نوکرانو څخه يې درې سوه اتلس تکړه کسان راټول کړل او د يرغلګرو پر لوري ورروان شول. ورپسې شول، تر څو په شمالي ښار لايش کې ورنږدې شول. اِبرام ﵇ خپل کسان په څو ډلو ووېشل او د شپې يې پر يرغلګرو حمله وکړه او په تېښته يې مجبور کړل. تر حوبا ښاره پورې ورپسې شو، چې د دمشق شمالي خوا ته پروت و. اِبرام ﵇ هغه ټول چور شوي مالونه بېرته ځينې واخيستل. خپل وراره لوط ﵇ يې هم آزاد کړ او هغه ټول مالونه، ښځې او نارينه چې ورسره نيول شوي وو، له ځان سره يې بېرته روان کړل.

اِبرام په دې ډول يرغلګرو پاچاهانو ته ماتې ورکړه او له خپلو ملګرو سره بېرته راستون شو. په دې وخت کې د سدوم پاچا د ده ﵇ د استقبال لپاره هغې سيمې ته ورووت، چې د پاچاهانو دره نومېده. د يروشلم پاچا ملک صدِق هم ورته راغی، چې د خدای تعالی په خدمت کې امام و. دوی ته يې يو څه ډوډۍ او د انګورو اوبه ورکړې. بيا يې دعا ورته وکړه او ويې ويل: د ځمکې او آسمانونو خالق خدای تعالی دې پر تا برکتونه نازل کړي. خدای تعالی لره دې حمد وي، چې دښمنان يې ستا په لاس کې درکړي دي.

بيا اِبرام ﵇ د غنيمت لسمه برخه ملک صدِق ته ورکړه.

له دې وروسته د سدوم پاچا اِبرام ﵇ ته وويل: زما د ښار چور شوي مالونه دې ستا وي! خو يوازې زما کسان بېرته راکړه.

اِبرام ﵇ وفرمايل: د ځمکې او آسمانونو په خالق ﷲ تعالی مې دې قسم وي، چې ستا له مال څخه به حتی يو تار يا د څپلۍ يو بند هم وانه خلم. که نه، بيا به ته وايې، چې اِبرام ما شتمن کړی دی، خو يوازې د هغو خوراکي موادو بخښنه راته کوه، چې زما کسانو په لاره کې خوړلي دي. همدارنګه زما ملګري عانير، اِشکول او مَمري دې خپلې برخې واخلي، ځکه چې دوی له ما سره جنګ ته تللي وو.

<< مخکې |  وروسته >> 

 فهرست