حضرت آدم ﵇
د نوح ﵇ مبارک راتګ
د نوح ﵇ د پيدايښت پر مهال د هغه ﵇ پلار داسې دعا وکړه: کاشکې دا ماشوم موږ ته د ځمکې د کرلو له سختۍ او زحمت څخه هوساينه راکړي، چې ﷲ ﷻ تر لعنت لاندې راوستې ده.
ﷲ ﷻ ليدل، چې په انسانانو کې شر او فساد ډېر زيات شوی دی. زړونه او فکرونه يې تل د بدو کارونو په تلاش کې دي. ﷲ ﷻ له انسانانو مخ وګرځاوه، ځکه د کوم مقصد لپاره چې انسانان پيدا شوي وو، له هغه څخه يې سرغړونه کړې وه. په پای کې ﷲ ﷻ پرېکړه وکړه، چې زه به اوس ټول انسانان، د وچې ځناور، خزندې او د هوا مرغان له منځه يوسم. دوی د تباه کېدلو لايق دي!
که څه هم په ټوله نړۍ کې فسق او فساد زيات شوی و، خو پر نوح ﵇ باندې د ﷲ ﷻ د رضايت او پېرزوينې نظر و، ځکه چې هغه ﵇ يو نېک او صالح انسان و.