حضرت آدم ﵇
د شيث ﵇ نسل
د حضرت آدم ﵇ مبارک عمر چې يو سل او دېرشو کلونو ته ورسېد، بي بي حوا بيا حامله شوه او يو بل زوی يې پيدا شو. پر دغه زوی يې شيث نوم کېښود او ويې فرمايل: خدای تعالی د هابيل پر ځای، چې قابيل وژلی دی، يو بل زوی راکړی دی.
د شيث ﵇ يو زوی پيدا شو، چې نوم يې پرې انوش کېښود. د انوش په نسل کې د خدای ﷻ پيغمبران ادريس او نوح ﵇ پيدا شول.
د شيث ﵇ تر پيدا کېدو وروسته آدم ﵇ اته سوه کاله نور عمر وکړ او د ډېرو زامنو او لوڼو پلار شو. کله چې يې مبارک عمر نهه سوه دېرشو کلونو ته ورسېد، له دې دنيا څخه يې رحلت وکړ.