حضرت آدم ﵇
د آدم په نسل کې د فساد خپرېدل
آدم ﵇ او بي بي حوا سره يو ځای شول. حوا حمل واخيست او يو زوی يې وزېږاوه، چې نوم يې پرې قابيل کېښود او ويې ويل: د ﷲ ﷻ په پېرزوينه مې يو انسان دنيا ته راوړی دی! بيا يې يو بل زوی پيدا شو او نوم يې پرې هابيل کېښود. کله چې دواړه وروڼه غټ شول، هابيل شپون او قابيل بزګر شو.
يوه ورځ قابيل له خپلو حاصلاتو يوه برخه ﷲ ﷻ ته ډالۍ کړه. هابيل هم له خپلې رمې څخه لومړی پيدا شوی پسه او د غوښې تر ټولو ښه برخه ﷲ ﷻ ته ډالۍ کړه او خدای ﷻ د هابيل ډالۍ قبوله کړه، مګر د قابيل ډالۍ يې قبوله نه کړه. قابيل له قهره سور واووښت او تندی يې تريو شو. ﷲ ﷻ قابيل ته وفرمايل: ای قابيله! ته ولې په قهر شوې؟ ولې دې تندی تريو دی؟ که ښه کارونه وکړې، ستا سر به لوړ شي، مګر که ښه کارونه ونه کړې، نو ګناه په کمين کې درته ناسته ده، غواړي چې پر تا حمله وکړي او واک درباندې وچلوي، مګر ته بايد پر ګناه غالب شې.
يوه ورځ قابيل خپل ورور هابيل ته وويل: راځه چې صحرا ته ولاړ شو.
کله چې دوی صحرا ته ولاړل، قابيل پر خپل ورور هابيل حمله وکړه او مړ يې کړ. له دې وروسته ﷲ ﷻ قابيل ته وفرمايل: ای قابيله! ستا ورور هابيل چېرې دی؟
قابيل وويل: زه څه خبر يم؟ د خپل ورور ساتونکی خو نه يم.
ﷲ ﷻ وفرمايل: دا دې څه کړي دي؟ ستا د ورور وينه ما ته له ځمکې څخه د انصاف لپاره نارې وهي. تا چې ځمکه د خپل ورور په وينو سره کړه، نو اوس به پر تا دا لعنت وي، چې ځمکه به ستا لپاره لکه مخکې حاصلخېزه نه وي. هر څومره چې زحمت وباسې، بې ګټې به وي او ته به د ځمکې پر سر بې کوره او لالهانده ګرځې.
قابيل وويل: ای خدايه! د دې سزا د زغملو توان نه لرم! تا يوازې له حاصلخېزو ځمکو نه يم شړلی، بلکې له خپل حضوره دې هم رټلی يم. زه به بې کوره او لالهانده ګرځم او که د هر چا ګير ته ورشم، نو وبه مې وژني.
ﷲ ﷻ وفرمايل: نه! په هېڅ وجه نه! که چا مړ کړې، نو هغه به ستا تر سزا اووه واره زياته او بدتره سزا وويني.
بيا ﷲ ﷻ د قابيل پر بدن يوه نښه ولګوله، تر څو د هغې په ليدو سره څوک پر قابيل حمله ونه کړي. لنډه دا چې قابيل د ﷲ ﷻ له حضوره ورټل شو او د عدن د باغ شرقي خوا د «نود» په نوم سيمې کې يې واړول.